ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني د ایران د ولسمشر له مرستیال شریعتمداري سره په خبرو کې ویلي چې ډېر ژر به ایران ته سفر وکړي.
ولسمشر اشرف غني به د ترهګرۍ د خطرونو او ډولونو د پیژندنې او د هغو پرخلاف د مبارزې، له نشه یي توکو سره د مبارزې، د اقتصادي او ترانزیتي همکارۍ، د قانوني سوداګرۍ د پراختیا، د کډوالو د ستونزو د حل لارو او د اوبو په اړه د همکارۍ په برخه کې له ایراني چارواکو سره خبرې ولري.
افغان ولسمشر پرون سه شنبه (د سلواغې ۲۸مه) په ارګ کې د ایراني ولسمشر مرستیال شریعتمداري سره په لیدنه کې وویل، چې دواړه هېوادونه به په سیمه کې د ترهګرۍ پر وړاندې ګډه مبارزه کوي.
دچارو شنونکي وايي، د ایراني مقاماتو له لوري ولسمشر اشرف غني ته د بلنې موخه ښايي دا وي، چې ایران په ځينو سیاسي او اقتصادي مسایلو ورسره خبرې وکړي.
ډاکټر اصف بکتاش په دې اړه سلام وطندار ته وویل، چې د دریو هېوادونو له لوري د ټاپي د پروژې د پیل بحثونو ایران هم دې ته متوجه کړی چې په افغانستان کې اقتصادي ګټي خوندي کړي او «غواړي د چابهار له لارې د اقتصادي همکارۍ په برخه کې هم ځان او هم له افغانستان سره مرسته وکړي.»
ډاکټر بکتاش وايي، ولسمشر اشرف غني ته د ایران سفر ځکه مهم دی، چې د دوی په تګلاره کې له ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو یادونه شوې.
نوموړي زیاته کړه؛ پر نورو مسایلو سربېره ښايي ولسمشر په ایران کې د افغان کډوالو پر ستونزو هم خبرې وکړي.
بکتاش په دې باور دی ایران « په سیمه کې د داعش په نامه د نوې راپیدا شوې وسله والې ډلې له فعالیتونو هم اندېښمن وي، چې ولسمشر اشرف غني سره به يې یاده کړي او ځان به پر دې ډاډمن کړي چې افغان خاوره به د ایران پر ضد نه کارېږي.»
په ورته توګه د نړیوالو اړیکو شنونکی جمال الدین بدر وایي، چې د يو اسلامي هېواد په توګه له ایران سره د افغانستان اړیکې باید وساتل شي.
جمال الدین بدر سلام وطندار ته په ځانګړې مرکه کې له ایران سره اړیکي یوه اړتیا وبلله او ويې ویل، زموږ « دغه اړیکې باید د دې سبب نه شي، چې له بل چا سره مو اړیکي وشلېږي.»
بدر وايي چې ایران ته د ولسمشر سفر یوه نېک ګام دی او تر ټولو ښې لاسته راوړنې به يې د اقتصادي همکارۍ په برخه کې وي، چې باید ويې لرو«هر هېواد خپلې ګټې خوندي کوي که موږ له چین سره اړیکي جوړوو نو ایران هم باید له دې سره تفاهم وکړي.»
د نوموړي په خبره ایران په سیمه کې د بهرنیانو پاتې کېدل نه شي زغملی، خو بیا هم غواړي چې له افغان لوري سره خپلې اړیکې ټينګې وساتي.
پرون سه شنبه (سلواغې ۲۸مه) د ایراني ولسمشر مرستیال او افغان ولسمشر په سیمه کې د شته ګواښونو په له منځه وړلو د همکارۍ ژمنې کړې دي.
د ایران د ولسمشر مرستیال شریعتمداري ارګ کې افغان ولسمشر سره په خبرو کې دخپل هیواد له لوري دهمکاريو د یو داسې کمېسيون د جوړېدو خبر هم ورکړ، چې مشري به یې دایران دکورنيو چارو وزیر کوي، او موخه به یې د دواړو هیوادونو ترمنځ د لا ډيرې همکارۍ رامنځته کېدل وي.
افغان لوري هم دې کمېسيون ته دخپلې کابینې د یو وزیر ور پيژندلو خبر ورکړی.
د پخواني ولسمشر حامدکرزي د واکمنۍ پر مهال دافغانستان او ایران ترمنځ اړیکې روښانه نه وې او ګډ ستراتیژيک اهداف هم نه و ټاکل شوي؛ وګورو نوی حکومت دخپلې سیمیزې ستراتیژۍ له مخې ایران سره خپلې اړیکې په کومې لورې بیايي.