یو ځانمرګي بریدګر د ننګرهار د حج او اقافو رییس ورور ووژلو او ۳ ملکیان یې ټپيان کړل

د ننګرهار د سره‌‌رود ولسوالۍ په هجرت کلي کې نن د جمعې له لمانځه وروسته د دې ولایت د حج او اوقافو رییس مولوي عبدالظاهر حقاني پر کور ځانمرګی برید شوی، چې د ده ورور په کې وژل شوی؛ خو ده ته په‌کې زیان نه دی رسېدلی.

د حج او اوقافو رییس مولوي عبدالظاهر حقاني وايي، کله چې دوی د جمعې د لمانځه له ادا کولو وروسته د کور پر لور روان وو؛ د دوی حجرې ته نږدې یو ځانمرګي بریدګر د ده ورور ته له غاړې ورکولو وروسته په ځان پورې چاودېدونکیو توکیو ته چاودنه ورکړې، چې ورور یې په‌کې ځای پر ځای ووژل شو او ده ته زیان ونه‌رسېد.

مولوي عبدالظاهر حقاني دا هم وايي، چې کلیوالو یې دوه ځانمرګي بریدګر هم ژوندي نیولي دي. 

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی هم د پېښې پخلی کوي، وايي، چې د مولوي عبدالظاهر حقاني د ورور په ګډون ۳ نور ملکی وګړي هم ټپيان شوي دي. د ده پر وینا، د پېښې تړاو یو شکي کس پېژندل شوی، چې د نیولو هڅې یې روانې دي.

د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټرنجیب الله کامه‌وال هم د پېښې له ځایه د ننګرهار حوزوي روغتون ته  یو وژل شوي تن د جسد وروړل وتاییدوي.

د پېښې په تړاو تر دې دمه کومې وسله‌والې ډلې د برید مسوولیت نه‌دی منلی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام