د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیاله مروه امیني وايي، د کابل اوسېدونکي قرنطین او د کورونا ویروس د مخنیوي برخه کې د عامې روغتیا وزارت سپارښتنو ته پام نه کوي.
نوموړې خبرداری ورکوي، که افغانان د هېواد قوانینو او بېړنیو حالاتو ته درناوی ونه کړي، کورنیو چارو وزارت د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره د هغوی ساتنه نه شي کولی.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیاله وايي، که خلک له کورونا ویروس سره د مبارزې بېړنۍ کمېټې د پرېکړو خلاف عمل وکړي، د کورنیو چارو وزارت مکلف دی چې پر وړاندې زور وکاروي.
د کابل یو شمېر اوسېدونکي هم د خلکو لهخوا د قرنطین د جدي نه نیولو په اړه شکایت کوي او وايي، حکومت باید د خلکو پر کړنو څار ولري.
دوی په کابل ښار کې پر ګرځېدو د محدودیت له لګولو وروسته د خوراکي توکیو د بیې پر لوړېدو د نیوکې ترڅنګ له حکومته غواړي چې مخه یې ونیسي.
د کابل ښار اوسېدونکي غلامرضا صدیقي او حسیب وايي، په کابل ښار کې د خلکو ګڼهګوڼه نه ده کمه شوې، هټۍ پرانستې دي، ښاري موټر تګراتګ کوي او په ټوله کې د حکومت لارښوونې نه دي عملي شوي.
د دوی په وینا، په بازار کې د خوراکي او نورو توکیو بیې لوړې شوي او حکومت باید نه یوازې د بازار پر نرخونو کنټرول او څار ولري، بلکې په ښار کې لګېدلی قرنطین هم پر خلکو عملي کړي.
د کابل ښاروالي ویانده نرګس مومند سلاموطندار ته ویلي، د کورنیو چارو وزارت په همکاري د توکیو پر بیو څارنه کوي او هغوی چې احتکار کوي، له قانوني چلند سره به مخ شي.
له کورونا ویروس سره د مبارزې بېړنۍ کمېټې د پرېکړې له مخې چې کابینې هم تایید کړې، کابل ښار د درېوو اوونیو لپاره قرنطین شوی دی.
د دغې پرېکړې له مخې، په کابل ښار او ولسوالیو کې وزارتونه او نورې دولتي ادارې تر درېوو اوونیو پورې تړل شوې دي.