د ارګ یوه سرچینه: ۴۰ کسان پر کورونا اخته شوي؛ ولسمشر معاینه نه کوي

په ارګ کې یوې سرچینې چې نه غواړي نوم یې یاد شي، په ولسمشرۍ ماڼۍ کې پر کورونا د ۴۰ کسانو اخته کېدل تاییدوي.

هغه سلام‌وطندار ته ویلي چې پر کورونا اخته کسان د ارګ، د چارو ادارې او ملي امنیت شورا کارکوونکي دي.

تر دې مخکې نیویارک ټایمز لیکلي و چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ۴۰ کسانو د کورونا د تشخیص پایله مثبته ختلې ده.

نیویارک ټایمز په غونډو کې د ولسمشر د نه موجودیت لامل هم پر کورونا ویروس د ارګ او د چارو ادارې د کارکوونکو اخته کېدل یادوي.

د فرانسې خبري اژانس هم تر دې مخکې د یوه افغان چارواکي له قوله لیکلي و چې ولسمشر ته نږدې ۲۰ کسان پر کورونا ویروس اخته شوي دي.

د ګارډین خبریال هم بېګاه ماښام ولیکل چې افغان ولسمشر د کورونا ویروس معاینه کولو ته نه دی حاضر شوی.

ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه ځواب را نه کړ. د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې نن به په دې اړه په یوه خبري غونډه کې ځواب ووايي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام