په ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ۲۳۲ مثبتې پېښې ثبت شوي

د عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې په هېواد کې د کورونا ویروس ۲۳۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د دغه وزارت مرستیال وحیدالله مجروح نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې په کندهار کې ۴۵، په بلخ کې ۴۱، په هرات کې ۳۴، په کابل کې ۲۰، په غزني کې ۱۲، په پکتیا کې ۱۰، په لوګر کې ۱۰، په پنجشېر کې ۹، په سمنګان کې ۹، په تخار کې ۸، په کندوز کې ۷، په بغلان کې ۵ او  په ننګرهار کې هم ۵ تازه پېښې ثبت شوې دي.

په همدې حال کې د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمدرفیق شېرزی وايي، په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې د دغه ولایت په کتنځایونو کې ۱۴۱ شکمنې پېښې کتل شوي چې ۱۱۱ یې د هرات او پاتې نورې یې د لوېدیځ زون نورو ولایتونو اړوند دي.

د نوموړي په وینا، د ۱۱۱ شکمنو پېښو په ډله کې د ۲۲ نارینه او ۱۲ ښځو د کورونا ویروس پایلې مثبتې ختلې دي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست د مسوولانو په وینا، د ۳۴ تازه پېښو په ثبت سره په دغه ولایت کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۴۷۵ ته رسېږي چې له ډلې یې ۱۱۰ کسان بېرته جوړ شوي، خو ۱۲ هغو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

اوس په هېواد کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۱۷۱ ته رسېږي.

که څه هم د عامې روغتیا وزارت تل له خلکو غوښتي چې د کورنټین اصول او د دغه وزارت روغتیايي لارښوونې او سپارښتنې په پام کې ونیسي، خو د راپورونو له مخې، خلک په دې برخه کې بې‌غوري کوي.

د روغتیايي چارواکو په وینا، که خلک د کورونا ویروس پر وړاندې خپلې بې‌غورۍ ته دوام ورکړي، لرې نه ده چې افغانان له یوه ستر ناورین سره مخ شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام