کابل نه‌ باید د افغان ـ ترک ښوونځیو ترکي استادان انقرې ته وسپاري

د افغان ـ ترک ښوونځیو د زده‌کوونکیو کورنیو کمېټه وايي، د دغو ښوونځیو په ښوونیز نصاب کې دې بدلون نه راځي او دغه راز کابل نه باید ترکي استادان د انقرې حکومت ته وسپاري.

د دغې کمېټې غړی صدیق‌الله توحیدي وايي، ترکي دولت ته د افغان ـ ترک ښوونځیو د مدیریت سپارلو هوکړه ناقانونه ده که حکومت پر دې هوکړې ژمن دی؛ نه باید بیا په نصاب کې بدلون راشي او ترکي استادان انقرې ته وسپارل شي.

د ګلبهار دینلر په نوم یو ترکی استاد وايي، د دغو ښوونځیو استادانو له شخصي پیسو د افغان ـ ترک ښوونځیو ښه‌والي په موخه لګښت کړی دی او ترکیې دولت ته د دغو ښوونځیو مدیریت سپارل د علم پر وړاندې څرګند مخالفت دی.

ښاغلی دینلر وايي، که حکومت یې په افغانستان کې ښوونې او روزنې سره لېوالتیا لرلی کولی شول چې له دې پرته په افغانستان کې یې جلا ښوونځي جوړ کړي وی.

۱۷ ورځې مخکې د افغان ـ ترک ښوونځیو مدیریت رسما ترکیې دولت ته ولېږدول شو او دغه هوکړه له غبرګونونو سره مخ شوه؛ د زده‌کوونکیو کورنیو د تحصن خېمې ودرولې او لاریونونه یې وکړل.

د افغان ـ ترک ښوونځي په تېرو ۲۰ کلونو په ځانګړي ډول په دغو لسو کلونو کې ترټولو باکیفیته ښوونځي دي. د دغو ښوونځیو زده‌کوونکیو په بېلابېلو نړیوالو سیالیو کې ښې لاسته راوړنې لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام