
د عامې ورغتیا وزیر نن په کابل کې په يوه خبري غونډه کې له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د روغتیايي کارکوونکيو له نه همکارۍ نیوکه وکړه.
د ياد وزارت وزير فېروزالدین فېروز وويل چې د کرونا ناروغانو د درملنې او تجرید مرکزونو په ځانګړې توګه د افغان-جاپان روغتون کې سره له دې چې روغتیايي کارکوونکيو ته محافظتي لوازم برابر شوي؛ خو بیا هم رواني وېره موجوده ده او ځینې روغتیايي کارکوونکي او ډاکتران له خپلو دندو تښتي.
فېروز خبرداری ورکوي، هغه روغتیايي کارکوونکي چې له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې په اوسني ناورین ډوله شرایطو کې همکاري نه کوي، و به نه بښل شي.
له ځینو روغتیايي کارکوونکيو د عامې روغتیا وزارت نیوکې په داسې حال کې دي چې د بشر حقونو کمیسیون له لوري تر سره شوې یوه څېړنه ښيي چې په کابل کې د کرونا ویروس د اخته کسانو د درملنې مرکز چې د افغان-جاپان روغتون دی، له نړیوالو روغتیايي معیارونو سره برابر نه دی او ډېرې کمۍ لري.





