د سیاسي ګوندونو د یو شمېر نوماندانو څارونکي چې د ولسي جرګې د ټاکنو بهیر یې څارلی، په کابل کې د بیاځلي ټاکنو کولو غوښتنه کوي.
دوی د ټاکنو له کمېسیونه غواړي چې د کابل د رایو باطلولو په اړه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پرېکړه ومني او په دغه ولایت کې دې بیا ټاکنې وکړي.
د یوه سیاسي ګوند څارونکی سیفالرحمان حبیبي د ټاکنو خپلواک کمېسیون په رهبرۍ کې د بدلون غوښتنه هم کوي او وايي، د کمېسیون اوسني غړي باید ممنوعالخروج اعلان شي.
خو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مرستیال حمیرا حقمل چې پهدې غونډه کې یې ګډون درلود وايي، که معترض نوماندان او د ټاکنو څارونکي د خپلو ادعاوو سندونه دغه کمېسیون ته وسپاري، دوی به ولسي جرګې ته په درغلۍ او د پیسو په بدل کې د تلونکیو وکیلانو مخه ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې د کابل حوزې د ټاکنو لومړنۍ پایلې د دوشنبې په ورځ ماښام اعلان شوې چې د یو شمېر معترضو نوماندانو له غبرګون سره هم مخ شوې.