
د فراه ولایتي شورا رییس فرید بختور سلاموطندار سره په خبرو کې وویل چې طالبانو په تېرو ۲ ورځو کې د دې ولایت بالابلوک ولسوالۍ تر ۷۰ ډېر کسان برمته کړي چې له ډلې یې ۲ کسان وژلي او د ۲ نورو ګوتې یې پرې کړي دي.
د نوموړي په وینا، تراوسه د تښتول شویو له ډلې ۵۰ کسان خوشې شوي او نږدې ۲۰ نور اوس هم له طالبانو سره دي.
په همدې حال کې د راپورونو له مخې، وسلهوالو طالبانو په هلمند کې هم د یوه کس ګوته ځکه پرې کړې چې په ټاکنو کې یې ګډون کړی و.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د دې پېښې د تایید ترڅنګ وايي، طالبانو د ګرشک ولسوالۍ د دغه اوسېدونکي ګوته د هلمند ـ کندهار پر لویه لار پرې کړې ده.





