په پاړه چنار کې چاودنې ۲۰ تنه وژلي او ۵۰ ټپیان کړي

د پاکستان د قبایلي سیمې کرم ایجنسي په پاړه چنار کې د سبزیو په منډيي کې د چاودنې له امله ۲۰ تنه وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان شوي دي.

په اسلام اباد کې د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو ادارې رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي، چې ټپيان په الوتکو کې د پښتونخوا روغتونونو ته انتقال شوي دي.

دا چاودنه نن شنبه د (جنورۍ پر ۲۱مه) سهار مهال د عیدګاه په نامه د سبزیو په منډيي کې شوې ده.

د عیني شاهدانو په خبره، خلک په خپلو کارونو بوخت وو، چې یو ناڅاپه د چاودنې غږ واورېدل شو او هره خوا منډې شوې.

د خېبرپښتونخوا د مرکزي روغتون یو چارواکی وايي، د ۵۵ په شاوخوا کې ټپيان ور وړل شوي دي، چې د ځينو حالت د اندېښنې وړ دی.

تر چاودنې وروسته امنيتي ځواکونه او چارواکي د پېښې ځای ته رسېدلی او پلټنې کوي، چې چاودنه څرنګه شوې.

سیمه ييز چارواکي وايي، دا چاودنه په منډيي کې داسې مهال شوې، چې د خلکو زیاته ګڼه ګوڼه وه.

چارواکيو تراوسه د چاودنې د څرنګوالي په تړاو څه نه دي ویلي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د پېښې د مسوولیت په اړه څه نه دي ویلي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام