په هرات پوهنتون کې د وژل شوي زده کړیال کیسه څه ده؟

د هرات پوهنتون د انجینیري پوهنځي زده کړیال نظام الدین تېره اونۍ ماښام مهال وژل کېږي. دغه پېښه له خبرداري، تاویلي او ماویلي څخه پيلیږي او بلاخره د محصل په وژل کېدو او د څو محصلانو په ټپي کېدو پای ته رسېږي.

نظام الدین د فرا ولایت اوسېدونکی دی او په دې پوهنتون کې یې زده کړې کولې. دی له خپلو شپږو نورو ملګرو سره د هرات ښار په خواجه مراد سیمه کې په یو کرايي اتاق کې اوسېده.

هغه مهال دغه جګړه رامنځته کېږي، کله چې نظام الدین د روژه ماتي له پاره د کوڅې دوکان ته ورځي او خپل اتاق ته د بېرته راګېرځېدو پر وخت د سیمې د ځوانانو له خوا ورته خبرداری ورکول کېږي.

د سیمې ځوانان ورته ګواښ کوي، چې د تګ را تګ پر مهال باید یوازې ځمکې ته سرښکته وګوري او تګ را تګ وکړي.

نظام الدین لومړي له دې ډلې ځوانانو سره لفظي شخړه کوي او لږ وخت وروسته د ده، نور ملګري هم را رسېږي او سم لاسي فزیکي نښته پيلیږي؛ یو زده کړیال د چړې په ګوزار ټپي کېږي او د سیمې د خلکو په منځګړتوب نښته په موقتي ډول خلاصیږي.

د نظام الدین اتاق وال نادرشاه قانوني وايي، چې دوی له دې پېښې سم دستي امنیتي ځواکونو ته خبر ورکوي؛ سره له دې چې امنیتي پوسته له دوی ۱۵۰ متره لرې وه، خو بیا هم تر ۲۰ دقیقو امنیتي ځواکونه د پېښې سیمې ته نه ورځي.

عیني شاهدان وايي، چې دوه ځلې نور هم نښته وشوه او په وروستي ځل نښتې یو ساعت دوام وکړ. عیني شاهدان وايي، چې ولګردو ځوانانو هوايي ډزې کولې او امنیتي ځواکونه را نه غلل، بلاخره د سیمې یو ځوان نظام الدین په چړې وواهه او ویې واژه.

د پېښې شاهدان پولیس ګرم بولي او وايي، چې جګړه له پیله تر پایه دوه ساعتونه وغځېدله، خو په سیمه کې مسوولو امنیتي ځواکونو هېڅ غبرګون ونه ښود.

له دې پېښې وروسته د هرات پوهنتون زده کړیالانو لاریون وکړ او له مسوولو امنیتي ځواکونو یې د پېښې د عاملینو د نیولو غوښتنه وکړه.

دوی د نظام الدین جسد د لېږدولو پر وخت له حکومت ته وغوښتل، چې د محصلانو په مقابل کې دې موجود تعصب له منځه یوسي.

په ورته وخت کې د هرات د پولیسو امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالروف احمدي وايي، چې پولیس په ۱۰دقیقو کې د پېښې سیمې ته ځانونه ور رسولي دي او که چېرې پولیس د پېښې سیمې ته ژر ورغلي نه وی، نو د سیمې خلکو به د نظام الدین نور ملګري هم وژلي وی.

احمدي وايي، چې د پېښې په تړاو یې ۶ تنه نیولي دي او درې هغه کسان دي، چې د نظام الدین په قتل کې یې مخامخ لاس درلود.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام