په افغانستان کې د فېسبوک نږدې ټول کاروونکي یو یا څو فېسبوکي ملګري لري چې حقیقي نهدي او داسې کومه نښه هم نهلري چې د ظاهر او باطن ښکارندويي یې وکړي. اوس ټول پوهېږي چې ډېری افغانې نجونې فېسبوک کې مستعار نوم لري او د ګل او بلبل تصویر پر خپل «پروفایل» ټومبي. لامل یې هم ښکاره دی چې حاکم دودونه، محافظهکاري او ټولنیزه وېره ده.
خو د نجونو ترڅنګ ځینو هڅاندو او فعالو نارینهوو هم د خپل اصلي فېسبوک ترڅنګ، څو جعلي فېسبوکونه جوړ کړي، هغه هم په ښځینه نومونو او د دښتو او سیندونو تصویرو سره. خو؛ ولې؟ ځکه غواړي پوه شي چې د ښځو په منځ کې څه تېرېږي؛ نجونې د څه په اړه فکر او خبرې کوي؟ کېدای شي تر دې هم زیات: د ښځینه نومونو نه په ګټې اخیستلو غواړي له پېغلو نجونو سره ملګرتیا جوړه کړي او ورسره په اصطلاح «سېکسي چټ» وکړي.
ما د فېسبوک له څو کاروونکو سره چې د سکسي چټ تجربه یې لرله، خبرې وکړې. کوم نومونه چې لاندې راځي، مستعار دي.

قاسم یو حقیقي او څو جعلي فېسبوکونه لري. د یوه جعلي فېسبوکي ادرس له لارې یې په میاشتو میاشتو له یو نظامي چارواکي او څو ځوانانو نه د موبایل کارتونه اخیستي چې په بدل کې یې څو پاروونکې جملې، البته د ښځینهوو له ادرسه ورته کړي. دی وايي، کله به یې چې خوښه شوه، لومړی د ناز او عشق، بیا د غوسې او پخلاینې سیاست کاروه چې مقابل لوری به یې اړ اېسته چې له غوښتنې سره سره، زارۍ هم روته وکړي.
احمد چې مخکې یو خصوصي ټلوېزیون کې خبریال و وايي، د «سېکسي چټ» معتاد و، خو له ډېرې مودې راهیسې یې ترې لاس اخیستی. احمد هم د خپل فېسبوک له لارې چې د ښځینهوو په نوم یې جوړ کړی و، زړه تشاوه او د مینهییزو شعرونو، له نارینهوو د ګیلهمنو او د ښځو ستاینې پوسټونو خپرولو سره به یې د نجونو باور خپلوه. نوموړی چې په خپلو کړو پښېمانه دی، وايي، داسې شپه یې نه یادېږي چې تر «سېکسي چټ» او ځانخلاصولو پرته ویده شوی وي.
د دغو ځوانانو په خبره، افغانستان کې د دا ډول چلن دودېدلو لامل، له جنسي وړتیا نه مشروع ګټې اخیستلو او د شهوت راټیټولو په وړاندې محدودیتونه او بندیزونه دي چې ټولنه، په ځانګړي ډول مجرد ځوانان یې له جنسي فقر سره مخ کړي دي.
سهیلا باراني په مجازي نړۍ کې د یوې ښوونکې مستعار نوم دی. سهیلا وايي، پر پروفایل یې د ګل او بلبل تصویر ټومبلی او ځینې ښځې یې له همدې کبله د ملګرتیا بلنه نهمني؛ ځکه فکر کوي چې فېسبوک کې زما نوم او نښه جعلي دي او یو نارینه یم. د نوموړې په وینا، دا مستعار نوم یې د هغو ځینو مخه نهشي نیولی چې په مسېنجر کې د ښوونکیو لوڅ تصویرونه او جنسي پیغامونه ورلېږي. سهیلا وايي، که پیغامونو ته یې ارزښت ورنهکړم، په چټیاټو او کنځلو راسره مخه ښه کوي. اوس سهیلا غواړي خپل فېسبوک ته یو نارینه نوم غوره کړي چې د مزاحمو نارینهوو له شره بېخي بېغمه شي.

یو بل کاروونکی وايي چې پهخپلې اصلي فېسبوکپاڼې کې یې ډېر کم کسان ملګري وو او هر څه به یې چې خپرول ډېرو کمو کسانو به لایک یا کمېنټ ورکولو. خو وايي، له کله نه یې چې د نجلۍ په نوم مستعار فېسبوک جوړ کړی؛ هر څوک کمېنټ ورکوي او عمومي تکیه کلام یې دی: قلم دې رسا اوسه مېرمنې!
دا ځوان چې خبریال هم دی؛ وايي چې د جنسي فقر له امله حتا خپلو همکارو نجونو ته پیغام لېږي او له هغې د جنسي اړیکې غوښتنه کوي.
د پوهنتون استاد او ارواپوه اسماعیل احمدي وايي، جنسي فقر، په ودونو کې د کورنیو سختي او جنسي غریزې د حللارو نه موجودیت د دې سبب شوی چې په ټولنیزو شبکو کې د «سېکسي چټ» او جنسي بازارموندنې بازار ګرم شي. د ده په باور، جنسي عقده د دې باعث شوې چې ډېر مجرد ځوانان خپل عزتنفس وځپي او خپل ټولنيز حیثیت باندې سترګې پټې کړي.
فېسبوک ساده او جذاب دی، ښايي په همدې پار په افغانستان کې ډېر کاروونکي لري. هره ورځ سلګونه زره هېوادوال خپل ډېر وخت پهدې شبکې کې ضایع کوي. په همدې دلیل د غیرتوقوعي کړنې؛ لکه فېسبوکي مزاحمتونه او سېکسي چټ – چې ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دي – عادي وګڼو.





