
د تیلیفون د ساعت زنګ مې راویښوي. نیمویښ نیمویده حالت کې د زنګ غږ بندوم. غواړم بېرته ویده شم. د پېشلمي خواړو له خوړلو او له لمانځه مې ۳ ساعته کېږي؛ دا سې فکر کوم چې ګواکې نیم ساعت مخکې ویده شوی یم. سترګې مې له خوبه ډکې دي او په سختۍ یې پرانیزم ساعت ته مې ګورم، له ۷ بجو یو څو دقیقې تېرې دي.
په بیړې له بسترې راپاڅېږم د حمام کولو لهپاره د یخو او ګرمو اوبو شیر راخوشې کوم او ژرژر حمام کوم. کله چې له حمامه راوځم خپلې جامې اغوندم او دغسې په بیړه راروانېږم د ګهیځ ۸ بجې دفتر ته رارسېږم. له کوره تر دفتره له نیم ساعت ډېره لار ده؛ دفتر ته د وختي راتګ په موخه هڅه کوم وخت ضایع نه کړم.
سره له دې چې حمام مې کړی دی؛ خو بیا هم د ستړتیا حس کوم. داسې محسوسوم چې معده مې کار نه کوي او یو څه مې په ستوني کې پاتې دي. لامل یې په پېشلمې کې د بېدرېغه او قوي خواړو خوړل دي ترڅو بدن مې د ورځې انرژي ولري. دفتر ته له رسېدو یو یا دو ساعته وروسته مې حالت ښه کېږي او ترمازدیګره مې خپلې چارې ترسره کوم.

وخت د ورځې نږدې ۴ بجې کېږي چمتو کېږم ترڅو کور ته ولاړ شم. روانېږم، پښې مې لږ بېدمې شوي دي، لږ تږی او وږی شوی یم. هوا هم توده ده له تندې مې خوله وچه شوې ده. ورځم موټر ته پورته کېږم، د موټر په حرکت سره نرم ـ نرم یخ باد مې په وجود ښه لګېږي د خوشالۍ احساس کوم یو څه لوږه او تږه مې هېروم.
له موټر ښکته کېږم او پلي تګ ځای ته ځان برابروم. د پلي تګ ځایونو په سر کې د پيرکیو او د نورو سرو کړیو شویو خوړو تبنګونه کېښودل شوي دي. د غوړیو او سرو کړیو خواړو بوی یو څه سخت لګېږي او لا مې وږی کوي. په عادي ورځو کې دغه بوی ناراحته کوونکی دی او په روژه کې بیا خوندور.
واټونه موټرو او پلي تګ ځایونه له انسانانو ډک دي. هغوی چې بیړه لري او ژر تر کوره ځانونه رسوي او هغوی چې ورځ مزدورۍ یې تمامې شوې لا بېړه لري چې ماښامي او پېشلمي ته یو څه واخلي. زیاتره خلک د پیرکیو او ژېړ رنګو پکوړو ته زیات درېږي او د خپلې کورنۍ د ماښام روژماتې او پېښلمې لهپاره یې اخلي.

د پلي تګ ځای په هغه بله خوا کې تازه مېوه یې پلور ته ایښې ده.سرې او ژېړې مڼې، شفتالو، زردالو، الوبخارا، توت او … هغه مېوې دي چې زما پام یې اړولی دی. ځېنې مېوه اخلي او ځېنې بیا یوازې بیې کوي. مخکې ځم یو ۲ کیلو مېوه اخلم او دغه شی ځم.
کور ته مې رسېږم، د کورنۍ ټول غړي په خپلو چارو بوخت دي، یو روژهماتې ته پیرکي او نور یې د شپې خواړه تیاروي، یو هم تروې برابروي او یخچال کې یې ږدي. د مېوې کڅوړه د اشپزخانې په مېز ږدم او خپل اتاق ته ورننوځم. کالي مې بدلوم او موبایل مې یوې خواته غورځوم. کرا یوې خواته په توشکې ځان غورځوم او له سختې ستړتیامې مې خوب وړي.





