.jpg)
تل مې هڅه کوله چې د نورو لهپاره ایډیال شم او ستونزې یې حل کړم؛ پهداسې حال کې چې پهخپله هم له ډېرو سختیو سره مخ او یوازې وم. د ژوند شل پسرلي مې په عادي ډول تېر شول او دا چې په ژوند کې له هېڅ لوړې ـ ژورې سره نه وم مخ شوی، کله ناکله به مې هیله کوله چې داسې ځای کې قرار ولرم چې له غیرمعمول پېښو سره مخ شم.
د بامیان پوهنتون د ټولنیزو علومو رشتې زدهکړیال وم. د دې لهپاره چې د پوهنتون لګښتونه پوره کړای شم؛ په ژمي کې به مې د انګلیسي او ښوونځي مضامین تدریسول. د لومړي کال د سمستر ازموینې پای ته ورسېدې. یو ملګري رانه غوښتنه وکړه چې کابل ته لاړ شم او د انګلسي په څوو ټولګیو کې تدریس وکړم.
ځان مې د برخلیک پرېکړې ته وسپارلو او کابل ته روان شوم. نه پوهېدم چې برخلک له ما څه غواړي او څه مې انتظار باسي. په ټولګي کې مې د ژبې نږدې ۳۰ ښځینه او نرینه زدهکوونکي لرل. د دوی په منځ کې یوې جلۍ ـ چې نسبت نورو ته ډېره باسواده ښکارېده ـ هر وخت زما نظر جلبولو. ستاره نومېده او له انګلیسي پرته ورته هېڅ شی تازه نه و.
کله ناکله به مې فکر کولو چې هغې ته لېواله یم؛ خو د استادۍ مقام به دا اجازه نه راکوله چې په زدهکوونکې مې نظر ولرم. دا احساس به مې په ځان کې ځپلو او ویل به مې، ممکن د یو څوو ثانیو تېرېدونکی حس وي. د ژمي کورس له ختمېدلو وروسته یې له ما غوښتنه وکړه چې یو متن ورته وژباړم. متن مې وژباړلو او د پاڼې په یو کونج کې مې پهدې بهانه هم خپله شمېره هم ولیکله؛ که چېرې په کوم ځای کې ستونزه پيدا شي، اړیکه راسره ونیسي.
له دې خبرې درې میاشتې تېرې شوې. زه په بامیان کې د پوهنتون په درسونو بوخت وم. یوه ورځ مې داسې ټلیفوني پيغام ترلاسه کړ: سلام استاد؛ زه ستاره یم. له دې پیغام وروسته د پيغامونو لېږد ـ رالېږد او ټلیفوني خبرې ـ اترې شروع شوې او لږ ـ لږ د استادۍ او شاګردۍ اړیکې خپل ځای ملګرتیا ته پرېښود. تر دې چې یوه ورځ ستارې پیغام راولېږلو چې «مینه درسره لرم». ما هم پرته له ځنډه ځواب ورکړ.
.jpg)
دا جمله چې «زه هم درسره مینه لرم» ما ته د یو قمار په شان وه چې له عاقبته یې خبر نه وم. ما د ستارې له کورنۍ یوازې د هغه د پلار نوم زده کړی و او نور یې د ټولنیز، اقتصادي او فرهنګي موقعیت په اړه هېڅ نه پوهېدم. خو د ستارې په وړاندیز مې غوښتل نړۍ ته ثابته کړم چې مینه تل په جدايۍ سره پای ته نه رسېږي او موخه مې دا وه چې یو څوک خپلې مینې ته ورسوم.
لهدې وروسته مو د واده پرېکړه وکړه. د ژوند ټول شرایط مې ستارې سره شریک کړل او ورته ومې ویل، زموږ کورنۍ پورهوړې ده او ممکن دا پورونه تر راتلونکیو څوو کلونو پورې خلاص نهشو کړای. ومې ویل، غواړم د واده کوچنی پروګرام ونیسم او له همدې لارې خلکو ته ایډیال شم.
له پلار سره مې پرېکړې ته ورسېدم چې په یو ډلهییز واده کې ګډون وکړو. البته دا چې د ستارې کورنۍ مې څنګه راضي کړه؛ بېله کیسه ده. مور یې لهدې ډول مراسمو سره تر ډېره حده مخالفه وه؛ حتا غوښتل یې چې د کوژدې مراسم لغوه کړي. خو ستاره یې په ډېر ټینګار سره مانع شوه.
واده مو وکړ. ستاره له ټولو ستونزو راتېره شوه. اوس نېکمرغه یو. د ژوند قمار مې وګټلو؛ حداقل تر اوسه خو مې ګټلی دی. خپلې مینې ته رسېدلې ده. ستاره نور نهشي ویلی چې بالاخره عشق جدايي ده. څو نورو ملګرو مې له په کملګښت باندې ګډ ژوند پیل کړیدی.
اوس ما ته ژوند له تېره ډېر متفاوت دی. له لوړو ـ ژورو ډک ژوند همدا دی او همدې کې یې خوند او استقامت پروت دی.





