
له دفتره ناوخته راوتی وم، هوا تیاره شوېوه. د موټر تر تمځایه شاوخوا ۱۰ دقیقې پلې لاره ده؛ چابک شوم چې ژر ورسېږم. سړکونه او واټونه له ګڼېګوڼې خالي وو.
د واټونو غاړې دنګو څراغونو ژېړ رنګې رڼا په ټولو لارویانو پیرزو کړيوو او په واټونو کې یې د تیارې تورتم او وېره ختمه کړېوه. د موټرو تګ ـ را تګ له امله پورته شوې ډوړې او خاورې د څراغونو رڼا یو څه تته کړې. په تمځای کې د لایني موټر درک نه و، یوازې د سپرلۍ درې وړې موټرې ولاړې وې، زما او هغو مسیر یو شان نه و.
د واټ ترڅـنګ موټر ته په تمه شوم، موټرې تللې او راتللې، یو څه نور انتظار مې هم وکړ، بالاخره زما د تګلوري موټر راپیدا شو او درې تنه سپرلۍ (یوه ښځه چې حجاب یې اغوستی و او دوه تنه نارینه) یې په شاته سټ او یو کمکی ځوان او کوچني ماشوم سره په مخکې څوکۍ کې ناست وو. زه د لاس په اشارې خپل لوری ورښییم او موټرچلوونکی یوې خواته درېږي. ورلنډېږم، ترې پوښتم، میرویس میدان (کوټې سنګي؟) وايي، «پورته شه». کله چې د موټر مخکې څوکۍ دروازه خلاصوم، موټرچلوونکی دغه کمکي ځوان ته وايي، «و هلکه دې خوا کېنه». هغه هم ځای راکوي.

په مخکې څوکۍ کې لهدې هلک سره کېنم. موټر حرکت کوي. ما فکر کولو چې د موټر سپرلۍ د یوې کورنۍ غړي دي، پلار، مور، زوی او ان موټرچلوونکی هم د همدوی د کورنۍ غړی دی. سړک خالی دی او موټر هم په چټکۍ ځي. له بهارستانه یو څه مخکې د موټرچلوونکي د شا له څوکۍ نه یو سړی وايي، «استاذه یوې خوا ته کوزېږم.»
موټر ورته درېږي او سپرلۍ خپله کرایه ورکوي او پلی کېږي. موټرچلوونکی ما سره په مخکې څوک کې ناست هلک ته وايي، «شا څوکۍ کې کېنه». دغه هلک ښکته کېږي، له بل ماشوم سره خپل مور او پلار سره په یوې څوکۍ کې کېني.
موټر حرکت کوي. اوس خو بېخې ډاډه شوم چې د شا څوکۍ ټوله سپرلۍ د یوې کورنۍ غړي دي. له کارته پروانه تېر شو، یو تن د سړک غاړې ته د موټر په تمه ولاړ دی. کله چې موټر ورنږدې شو د لاس په اشارې یې د کوټې سنګ مسیر وښود. خو موټر چلوونکي ارزښت ورنه کړ او ترې تېر شو. کله چې د ګردنې له سره موټر ورټیټ شو؛ د پولي تخنیک پوهنتون ته نارسېده یو بل کس هم موټر ته په تمه ولاړ اشاره کوي او په لوړ غږ وايي میرویس میدان (کوټې سنګي). موټر چلوونکی دغه ډول ترې تېرېږي. ورته ومې ویل، ولې ته هغه کس راپورته نهکړ، هغه خو میرویس میدان ته تلو. په ډېرې ارامۍ سره یې وویل، «هغه قمبر څلور لارې ته تلو.»

یو څه حیرانېږم؛ خو څه نه وایم. موټر له «کارته مامورین» څلور لارې سره د میرویس میدان (کوټه سنګي) په لوري تاوېږي. د سیلو واټ د نورو ورځو برعکس نن بېخي خالي دی. موټر کرار روان وي، څوک خبرې نهکوي. د سیلو له لومړي سړکه تېرېږو، همدا چې دویم فرعي سړک ته رسېږو؛ موټر د ښي لوري فرعي سړک ته تاوېږي. اعتراض کوم او وایم، «چېرې ځې، دېخواته څه کوې؟» ناڅاپه په غاړه یو یخ جسم احساسوم، یوې فلزي لولې سره هممهاله مې د ښځې ظریف غږ تر غوږو کېږي، «که غږ وباسې، مغز به دې باد باد کم.» هو، دا د هماغې باحجابې ښځې غږ و چې ما پرې د دې کورنۍ د مور فکر کړی و. هغه ښځه چې زما شاته څوکۍ کې ناسته وه او توفنګچه یې زما د غوږ ته زما د خاموشولو په پار نیولې ده. د دفاع په ډول حرکت کوم؛ خو موټرچلوونکی مې په چاقو په کراره په څنګ نوکارې کوي او وايي: «که وخوځېدې، وژل کېږې، ټوکه هم نه کوم. تر اوسه مې څو تنه په همدې چاقو وهلي دي.»
وایم: څه غواړئ؟
وايي: هر څه چې لرې وباسه، پیسې، موبایل او هر قیمتي څه چې لرې راویې باسه.
وایم: ډېر څه نهلرم.
ښځه موټرچلوونکي ته وايي: تالاشي یې کړئ.

موټرچلوونکی مې جېبونه لټوي، پیسې، کارتونونه خو لنډه دا چې د جېب ټول وسایل مې اخلي. موبایل مې اخلي او سیمکارټونه یې بېرته راکوي. ټولې پیسې اخلي او یوازې ۵۰ افغانۍ ما ته پرېږدي او وايي، «دا واخله د موټر کرایه یې کړه او له موټره ښکته شه.» له موټره چې ښکته شوم، وايي، «که شاته دې ولیدل، ډز درباندې کو.»
لارې ته کېږم او په تېزۍ له موټره واټن اخلم. د موټر اواز اورم چې په چټکۍ سره له ما لېرې کېږي؛ خو جرئت نهکوم چې شاته پسې وګورم. کله چې له سړکه څنګ ته کېږم، شاته ګورم، موټر نه ښکاري. د ارام ساه اخلم او له ځان سره فکر کوم، مشکوک نر، ښځه او ماشوم نه تر سترګو کېږي. وروسته وایم، حتماً دا د خلکو نه د پيسو وهلو نوې طریقه ده چې غلو طرحه کړېده.





