
ایا تراوسه مو د عامه ځایونو دېوالونو ته پوره پام کړی؟ د یادګار کاږهواږه لیکونه، پیغامونه او هغه خپلسري لیکونه چې د ویلو نهدي. اوس د تشناب او کوڅو پر دېوالونو، د ښاري موټرو د څوکیو پر شا د مینهییزو پیغامونو، کنځلو او د ټیلیفون شمېرو لیکل عادي شوي او پروړاندې یې غبرګون نهښودل کېږي.
دا ناوړه فرهنګ دومره خپور شوی چې د مذهبي او لرغونو تاریخي ځایونو پر دېوالونو او د سیاسي او فرهنګي شخصیتونو پر زیارتونو هم لیکل کېږي.
موږ چې کله د کابل پوهنتون انګړ کې د سیدجمالالدین افغان قبر ته ورغلو، هلته مو هم دا ډول مینهيیز پیغامونه او یادګارونه ډېر ولیدل؛ دغه لیکل هرومرو د دغه اکاډمیک چاپېریال محصلانو کړي دي.
د کابل پوهنتون یوشمېر محصلان د یادښت پر څلو او د زیارتونو پر دېوالونو یادګار لیکل ناسم کار بولي. د دوی په وینا، د تاریخي ځایونو خطخط کول، د خلکو پر فرهنګي ارزښتونو او تاریخي باورونو خط راکاږل دي.
د کابل پوهنتون محصلان خاطره او ساجد وايي، د سیدجمالالدین افغان پر قبر لیکل شويو یادګارونو دا څلی ککړ او بدرنګه کړی چې لیدونکو ته د محصلۍ د ناسم تصویر ښکارندويي کوي.

خو د کابل پوهنتون یوه بله محصله سارا وايي چې د ښار پر دېوالونو د دولتي ادارو او مدني ټولنو پیغامونه د خلکو عامه پوهاوي او زدهکړې لامل کېږي، خو بېمانا هغو یې دېوالونه بدرنګه کړي دي.
د کابل پوهنتون محصلانو په باور، پر دېوالونو، یادڅلیو او قبرونو یادګار لیکل ډېرکله د افرادو له شخصي عقدو سرچینه اخلي او هغوی چې له منطقي لارو خپلو موخو ته رسېدلي نهدي، یادګارونو ته مخه کوي او غواړي پهدې ډول خپله غوسه او عقده سړه کړي.





