
دا وخت نو د شپې نږدې ۸بجې وې، سپوږمۍ هغومره نرۍ رڼا پر ځمکه شیندله چې په شلمترۍ کې سترګو ایله د انسان د لیدلو توان لرلی شو. سپوږمۍ نن نه غمازي کوله او نه یې له موږ سره مرسته. لاره اوږده وه؛ خو دا مهال موږ له یوې عجیبې او د تل لهپاره له وېروونکې پېښې سره مخ شوو. د دې پېښې سر ته ورځو او له لومړۍ شېبې تاسو له ځان سره په واټ او د پټیو په پولو روانوو.
ما (بختیار تلاش) او د کاکا زوی مې (یوسف تلاش) پهدې ماښام د نورو شپو په څېر یو ځل بیا د بګرامي ولسوالۍ او سرکسیاه سړک ترمنځ په یو فرعي سړک سره د کور پر لوري د یوځای تګ وعده کړېوه. دا ماښام بیا د نورو ورځو په شان له دفتره په ناوخته راوتلو تیاره نهشو، بلکې د ښار د ګڼېګوڼې له امله زما په شان د دفتري کارکوونکي لهپاره له شهرنو نه د ښار پر لوري تللې لاره کې د ګلفروشۍ کوڅې سره پرتې تالاشۍ جوړ کړ بیروبار، د کابل ولایت مقام او امنیې قوماندانۍ ودانیو له شا تر پښتونستان واټ پورې جوړه ګڼهګوڼه او همداراز بیا د احمدشاه بابا مېنې پر لوري د کارتهنو له لارې تللې لاره، د کارتهنو په نوي سړک، دویم او درېیم سړک او د تپې د سر ساحه د ګڼېګوڼې هغه سیمې دي چې هره ورځ د یو انسان په تګ ـ راتګ کې ۳ او له دې ډېر ساعتونه ضایع کوي.
زه او زما په شان ډېر نور کسان ـ چې له ښاره بېلابېلو خواوو ته د کورونو پر لوري خوځېږي ـ د ګڼېګوڼې له امله به د وخت ضایع کېدو او غلو د خطر ترڅنګ په لایني موټرو کې د نورې سپرلۍ، موټروان او ترافیکو د بېانصافه چلند نورې ترخې خاطرې هم تجربه کوي.
کابل که د معجزو پلازمېنه ده؛ خو نن سبا په کې تر هر څه ډېر د غلو او ترور وېره ډېره ده. زه د همدې وېرې له امله هر ماښام له کوره یو بل شخص ځان ته پوخ سړک ته راغواړم او بیا د سرکسیاه له لارې زموږ کور خواته تللې ۴۰۰متره لاره د هغه په ډاډ لنډوم. نن ماښام هم همداسې وشول. یوسف راته بګراميو ولسوالۍ او سرکسیاه سړک ترمنځ په یو بل فرعي سړک منتظر و. د شپې څه کم اته بجې له موټر ښکته شوم، د لپټاپ بایک مې غاړې ته کړ او د کاکا زوی سره له روغبړ وروسته د کور پر لور رهي شوم.
ممکن زما د مبایل بل شوی ګروپ؛ زموږ په پېژندلو کې د غلو لهپاره تر ټولو ښکاره نښه او یا په عامه اصطلاح کوردینات ورکول وو. موږ لهدې فرعي سړک نږدې ۲۰۰متره ختیځ لوري ته به نسبتاً ګڼو کورونو کې اوسېږو. د دې ساحې ځمکه کروندو او کورونو کې راګیر ده. موږ ډېر وخت پهدې لاره کور ته تللو؛ نن هم له فرعي سړکه د پټیو په پراخه پوله ورتاو شولو. له نږدې ۱۰۰متره مزل وروسته د یوې تقاطع په نکته کې ناڅاپه له دوو مخپټو کسانو سره مخ شولو. له سلام اچولو سره مو لا څو قدمه مخکې نه وو اخېستي چې له شا راپسې د تومانچې لټ ووهل شو او د «ایستاد شوین» غږ وشو. دې غږ به حتمي وهم لرلو؛ خو وېره دا نه وه چې زه او یوسف نن شپه رښتیا هم د غلو له لوري د لوټېدلو پېښه تجربه کوو؛ بلکې وېره دا وه چې په کابل کې د وسلهوالو غلو سره مخشوي ټول وګړي د لوټېدلو ترڅنګ د کور پر لوري په ټپي وجود په قدم اخېستلو رخصت او مجبور شويدي.
په رنګ تور، په قد اوچت او نسبتاً ډنګر وسلهوال زما سر ته د تفنګچې په نیولو سره د «شور نخوري» خبرداري په راکولو سره سملاسي زما او بل ټيټقدي ځوان بیا د یوسف پلټل پیل کړل. زما له غاړې یې زما د کاکا د زوی لپټاپ، زما ایفون او جېبي بکسه ـ چې د دفتر د کارټ تر څنګ د عزیزي او AIB بانک د کارټونو په ګډون پهکې ATMکارټونه او څو زره افغانۍ وې ـ واخېستل. دویم ټيټقدي وسلهوال غل زما د کاکا زوی جېبونه وپلټل؛ خو هغه د چالاکۍ له امله زما په لاس کې د روښانه شوي ګروپوالا مبایل خپل وګڼلو؛ خو غلو یې جېبي بکسه ترې واخېسته. دلته نو د غلو هوښیارۍ دا ثابته کړه چې زما ساده څلورسیمکارټه مبایل یې په ځمکه وویشت او د هغه بیټري یې اوبو ته ګوزاره کړه، مبایل یې لېرې خطا کړ. دا وسلهوال غله د شاوخوا سیمې له څارلو وروسته روان شول. له نږدې ۳۰متره مزل وروسته یې راغږ کړ چې «بچهی س… از جای خود شور نخورین». د دوی له پناه کېدو سره موږ د کور پر لوري روان شو او له کوره د خپلوانو له راسره کولو سره د شاوخوا سیمې لهپاره د خلکو او هټيوالو له لوري د ګومارل شویو څوکیوالو پر لوري ورغلو؛ خو هغوی ـ چې د غلا د پېښې له ځایه شمال خوا ته په سلمترۍ کې یوه خونه کې اوسېږي ـ ځانونه پهدې خلاصوي چې دوی یوازې د سرکسیاه د هټیو څوکیوالي کوي؛ نه د دوی د خونې نه په شاوخوا ۱۰۰متره ساحه کې. له دوی هم همداسې بېپایلې د کور پر لور روانېږو او د شپې له سبا کولو وروسته بګرامي ولسوالۍ ته د عریضې او ټول جریان له لیکلو سره ورځو. هغوی د خپلو هڅو او عاملانو د نیولو ډاډ راکوي؛ خو موږ ورته په هماغه شېبه وایو چې موږ رښتیا هم د یوې ولسوالۍ د ۱۵ سرتېرو په لرلو سره دا توقع نهشو کولی چې زموږ د وسایلو غلهدې ونیولی شي؛ موږ خپله قضیه د دې لهپاره ورته وړاندې کوو چې خپله ستونزه مو له اړوندو دولتي ارګانونو سره شریکه کړېوي او په راتلونکي کې د ورته ستونزو د مخنیوي په پار هلې ـ ځلې شوېوي.
له بدهمرغه یوازې موږ له دا ډول پېښې سره نه یو مخ شوي؛ بلکې له ډېرې مودې راهیسې د کابل ښار د ورته پېښو شاهد دی. شاوخوا درې کاله وړاندې زموږ همکار محمدابراهیم مومند هم د کابل ښار ختیځه څنډه پلپاچا سیمه کې له دغه ډول وسلهوالو غلو سره مخ شویو چې مبایل او نغدې پیسې یې ترې اخېستې وې. دغه راز، د کابلنیوز ټلوېزیون خبریال محمداسماعیل شاکر بیا شاوخوا دوه کاله مخکې په ټکسي موټر کې وسلهوالو غلو ښکار کړیو، داسې چې ماښام مهال له کارته پروان سیمې په ټکسي کې ناست او غوښتل یې پښتونستان واټ ته لاړ شي؛ خو ټکسيوان او درېیوو نورو وسلهوالو غلو کارتهسه ته رسولی، پیسې یې ترې اخېستې او هم یې په وهلو ډبولو له ټکسي غورځولی و.
څه کول په کار دي؟
د دغه کار مخنیوي او د وطنوالو سر او مال خوندیتوب په موخه تر هرڅه لومړی باید پر کشفي او استخباراتي برخو زیات تمرکز وشي او د هرې حوزې جنایي او استخباراتي څانګې په اړونده سیمو کې شکمن کسان په نښه او په کلکه وڅاري. د هغوی ټول حرکتونه، اړیکې او که شونې وې د ټیلیفون شمېرې په پرلهپسې توګه تر څار لاندې ونیسي.
پهدې برخه کې بله اړینه کړنه په زیانموونکیو سیمو کې د پولیسو ګزمې دي. کله چې غله پر دې پوه شي چې ښایي له ناڅاپي ګزمې سره مخ شي؛ کله هم جنایت ته زړه نه ښه کوي او دا ډېر سخت کار هم نهدی. اوس ـ چې لا هم ورځې لنډې دي ـ د سهار له څلورو بیا تر شپږنیمو بجو او هم د ماښام له شپږو بیا تر نهو بجو پورې ځېنې کسان له کورونو کارځایونو او د هغه عکس تګ ـ راتګ کوي او غله هم په همدغو وختونو کې هغه د چا خبره خپل ښکار ته ځانونه څک نیسي.
ان غوره به وي که پولیس په ملکي جامو کې تر ګواښ لاندې سیمو کې ګزمې وکړي او غله باوري شي چې هر ملکي کس ښایي وسله په لاس پولیس وي؛ نو بیا به کله غلا ته زړه ښه نهکړي.





