.jpg)
د لویدیځ کابل په دشتبرچي سیمه کې له شور ـ ماشوره لږ لېرې فضا کې د «صفورا» په نامه د یو کافيشاپ له ښایستوکې لوحې سره مخېږو. د دې کافيشاپ له شاوخوا وضعیته داسې ښکارېدل چې د نرینهوو ترڅنګ ښځې هم په ښه زړه ورتللی شي. زړه نا زړه یې د احوال لهپاره ورننوتم، دننه ارامه فضا او نرمه موسیقي چالانه وه، یوې څنډې ته یې کوچنی کتابتون او بلې خوا کې یې پخلنځی اباد و.
شاوخوا په مېزونو څو مېرمنې او نجونې د کافي په څښلو لګیا وې او د ګیلاسونو شړنګا ختله. په یوه څنډه کې د څوکۍ په کېناستلو مې سملاسي د کافيشاپ په خدمتګارو سترګې ولګېدې، له احوال اخېستلو وروسته مې د دې ځای د جوړوونکیو پوښتنه وکړه، درې خویندې راپه ګوته شوې چې هره یوه په یو ځانګړي کار بوخته وه. چا کافي/ چای، چا د مشتریانو په سمبالولو او چا د ځای په منظمولو ځان بوخت کړیو.
له پوښتنو او خبرو اترو وروسته پهدې ورسېدو چې دا کافيشاپ د همدې درېیوو خویندو له لوري د خپلې مور «صفورا» په نوم جوړ شویدی.
د کافيشاپ په ارامې فضا کې د ناستو ښځو له څېرو ښکارېدله چې هغوی پهدې ځای کې ځان هوسا احساسوي.
حسنا حیدري له درېیوو خونیدو یوه ده چې د کافيشاپ د جوړلو پرمهال له ډېرو کړاوونو سره مخ شوېده. اغلې حیدري که څه هم د ستونزو خبره کوي؛ خو خوشاله ښکاري چې د مور د یو ارمان په رژولو بریالۍ شوېدي. دا وايي، مور یې ارمانۍ وه چې پهخپلو مټو د یو کارو بار څښتنه شي.
حسنا حیدري وايي، هڅه کوي، نورو مېرمنو ته وښيي چې په هر ډول حالاتو کې په هر کار پانګونه او په یوازې ځان د خپلې کورنۍ اقتصادي بسیانې ته اوږه ورکولی شي.
حسنا حیدري مني چې په کابل کې له دوی مخکې هم ځېنو مېرمنو کافيشاپونه جوړ کړي؛ خو وايي، هغه وخت ډېر خواشیني شول چې ډېرو خلکو د دوی «ښځېتوب» ته په کتو د کافيشاپ د جوړولو لهپاره ځای نهورکولو.
.jpg)
اغلې حیدري همداراز زیاته کړه چې د دوی په کافيشاپ کې د ښځو ترڅنګ نرینهوو ته هم د ورتګ اسانتیا شته.
اغلې حیدري خوشاله ده چې د دوی د درېیوو خویندو د دې بېساري کار په پار د ځېنو باشعورو مشتریانو له لوري مثتبه روحیه او تشویق ورکول کېږي.
حسنا حیدري د خپلو خویندو په استازولۍ له حکومته غوښتنه کوي چې د ښځو لهپاره د دا ډول پانګونو ملاتړ وکړي او د امنیتي حالاتو د کابو کولو په برخه کې ډېرې هلې ـ ځلې وکړي.
په «صفورا» کافيشاپ کې د مادیاتو د ګټلو ترڅنګ د معنویاتو د لېږد ـ رالېږد په پار په یوه برخه کې کتابتون هم شته چې ډېر مشتریان د ذهني ارامۍ په پار په کتابونو بوخت وي.
مېرمن نازنین ـ چې په اوونۍ کې دوه یا درې ځلې دې کافيشاپ ته ورځي ـ وايي چې د دې درېیوو خویندو د کار ملاتړې دي او هر ځل «صفورا» ته په ورتګ سره لکه د خپل کور په شان د ارامۍ احساس کوي. اغلې نازنین وایي، دا ځای پهدې هم ښه دی چې هم کتاب لولي او هم په هوسا ذهن کافي څښلی شي.
مېرمن نازنین له نورو مېرمنو هم د دا ډول پانګونو غوښتنه کوي او له سوداګرو غواړي چې د افغاني ښځو د تفریح او ذهني رشد لهپاره دا ډول پانګونو ته پام ډېر کړي.
له نږدې یوې نیمې لسیزې راهیسې په افغاني ټولنه کې د ښځو له لوري د پانګونې هڅې ډېرې شوي او نږدې په کابل کې داسې ډېر هوټلونه، هټي او کافيشاپونه پیدا کېږي چې د پانګونې ډېره برخه یې د ښځو له لوري شوېوي او له همدې لارې د ټولنې او کورنۍ لهپاره لویې مالي ملاتړې ګڼلې کېږي.





