.jpg)
نسیم ابراهیمي: د ژوند لیکونو په لوستو به تل له بریالیو او مدبرو څېرو سره اشنا کېدم. کوم چا چې کار او هڅه کړې او زحمت یې وېستلی دی خپلو هیلو ته رسېدلي دي. ما د یو خبریال په توګه لټه کوله چې یو څو نااشنا ژوند لیکونه ولیکم؛ نه د هغو کسانو چې بریالي دي او نړۍوال شهرت لري. د مرکې موخه مې داسې کسان وو چې په ژوند کې ناکام وي. ډېر وګرځېدم داسې څوک مې پيدا نهکړ. بلاخره مې پرېکړه وکړه چې له ځانه سره مرکه وکړم او خپله کیسه ولیکم.
له وجوده ډېر خوار یم؛ خو تل لوړ فکرونه لرم. بڼه او ژوند مې د ژوند له هېڅ سبک سره سمون نه خوري؛ د ژوند یوه برخه مې تیار طنز دی. ډېره خندوونکې ده چې په ساعاتونو ښار کې وګرځې او هېڅ څیز د خپل عمر او ځان برابر پیدا نهکړې، بلاخره اړ شې د ماشومانو جامې او بوټونه درته واخلې؛ هغه هم د چنداولو لیلامي بازار کې.
.jpg)
سره له دې پېرل یو معمول سرګرداني ده. خیاطان او بوټ ګنډونکي نه پوهېږي چې زما له قدوقامت سره څه چاره وکړي. په همدې دلیل څو وارې مې په یو ځايي توګه ځان ته څو جوړې کالي او بوټونه اخیستي؛ ځکه پوهېدلی یم ښايي بل ځلې ونه شم کولی په اسانۍ د ځان برابر لباسونه او بوټونه پيداکړم.
نه پوهېږم چې د نورو وګړو به څه حال وي، خو ما په خپله له خپلې بڼې او کوچني وجود سره جوړجاړی کړی دی. زه یو ناکام انسان یم، ځکه ډېرې زیاتې هیلې لرم چې لا مې هم پوره کړې نه دي. خو برعکس زما د شاوخوا خلک ما یو بریالی انسان ګڼي. څوک چې په پوهنتون کې یې فرانسوي ژبه زدهکړه او په فارسي، پښتو او انګلیسي ژبو هم برلاسی دی.
زه اوسمهال هم خبریال او هم د بامیانو پوهنتون استاد یم. تراوسه مې فارسي ته دوه فرانسوي کتابونه ژباړلي او له فرانسوي فارسي ته بله ژباړه ترلاس لاندې لرم.
ژوند مې سراسر توپیر او جذبه دی. فکر کوم دا چې خلک زیاتره ظاهر ته ګوري، تل راسره مرسته کړې ترڅو دمه شم.





