
په پېغلتوب کې پُرشوره نجلۍ وم. ښايي ووايم چې دا یو انتخاب یا په واقعیت کې یو تظاهر نه و، بلکې زما یو ډول خاص حالت و. خپل شور او شعور مې د ژوند په مست ګرځېدونکي څرخ کې اچولي وو.
عشق، جنون که سادهګي؟ نه، غوره ده چې بیاځلي هماغه کلمه «شور» وکاروم چې هم ځوږ لري او هم درد! د طالبانو دورې په لومړیو کې مې له خپلو ارمانونو سره سم یوه سړي سره واده وکړ. مجبور شو، کور او ژوند مو په مزارشریف کې پرېښود او کډوال شوو. د ژوند سختو ورځو د تېرولو ترڅنګ پهدې فکر کې شوم چې د یو څو روپیو پيدا کولو لهپاره په کار پسې ووځم. له معلمۍ، خبریالۍ او هر هغه کار مې درېغ ونه کړ چې له وسې مې پوره و.
لومړی اولاد مې نجلۍ وه. زه او مېړه مې له لور سره د ټولنې نورو وګړو په پرتله ډېر عادي او د ناسم چلند پر معمول روان نه وو؛ نو ځکه خوشحاله وو چې خدای لور راکړې وه. زموږ ژوند پر خپل اصیل مسیر روان و.

حقیقت دا دی چې له ډېرو سختو ورځو، پرېشانیو او دردونو او زخمونو ډکو لحظو تېر شو او د غمونو تورې تیارې مو تحمل او له ځان سره ولېږدولې؛ خو بیا مو هم ژوند په ډېرې مینې او صمیمیت تېر کړ.
لهدې هر څه سره ـ سره موږ بیا هم پهدې نه پوهېدو چې زموږ په کورنۍ کې د درېیوو لورګانو موجودیت موږ ته د زوی لرلو یا نهلرلو احساس ولې راونه لوېد، همدې حالت راښوده چې له هر څه مخکې باید د څه شي ډېر منندوی شو؟ د ځانباورۍ، شور او که شعور.

زه او مېړه مې اوس له دې نه – چې درې لورګانې لرو او هره یوه یې په عقلاني تکیه پر خپلې لار روانه ده ـ خوشاله یو. رښتیا، کله ناکله کورنۍ ماجرا ته له بهره ګورو چې د زوی نهلرل هم یوه ستونزه کېدلی شي؛ خو پوهېږو چې ستونزه د زوی په نهلرلو کې نهده، بلکې پهخپله کورنۍ کې ده چې په زنستیزانه سنتونو ښځه مغلوبه او نارینه غالب ګڼي. موږ پهدې پوهېږو او بل دلیل نهلرو چې وځورېږو.





