
د دغو ورځو په لمر پرېواته کې چې له واټونو تېرېږي له ورایه ستړې څېرې ښکاري. داسې خلک به ووینې چې د ورځې په اوږدو کې به یې سخت کار کړې وي او د ورځو اوږدوالي له امله به یې انرژي ختمه شوېوي او ډېر به غوسه معلومېږي. د ورځنیو چارو ستړیا، بېدمېتوب، نه خوراک او نه څښاک ځېنې وختونه د تاوتریخوالي او فزیکي شخړو لامل ګرځي.
په همدغو وختونو کې یوه ورځ د موټر تم ځای ته ورغلم چې خپل ځای ته لاړ شم. یوه ډلګۍ خلک مې ولېدل چې راټول شويوو. کله چې موټر ته ورلنډ شوم. شاوخوا ۶۰ کلن سړی وینم چې خلک پرې راټول شويدي. بېخي ډېر غوسه دی او داسې معلومېږي چې په دې تکل کې دی چې د خلکو دغه کړۍ ماته کړي او پر غصه شوي کس برید وکړي؛ خو نور یې دلاسه کوي. هغه لګیا دی او ګنځلې کوي؛ خو نه پوهېدم چې له چا سره یې شخړه وه.
ترې اخوا یې څو کراچۍ ولاړې دي او ترکاري او مېوې پلوري. پر یوې کراچۍ تازه ترکاري کشنیز، نیشپياز، مليسرخک، نعناع او … چې تازه یې له ابو راویستلي دي؛ څو تنه ورته ولاړي او اخلي یې. په دوی کې یو کس چې ۵۰ کلن ښکاري، ږیره یې خریلې او منظمې جامې یې اغوستي کراچۍوالا ته پیسې ورکوي.
کله چې خلک هغه ۶۰ کلن سړی غلی کوي او هغه د خپل موټر خواته ورځي. دا بل یو کس چې د ترکارۍ پیسې ورکوي ناڅاپي غږ کوي، «ویې نیسه». دا کس څو ځلې همدا غږ کوي، «ویې نیسه، ویې نیسه، ویې نیسه». د لارویان هم دی بدرګه کوي ټول په لوړ غږ خاندي او وايي، «ویې نیسه، ویې نیسه، ویې نیسه.»
هغه لومړی کس چې اوس په موټر کې ناست دی، کله چې د خلکو خنداوې اوري، پوهېږي چې دی یې مخاطب «ویې نیسه» دی. د موټر مخکېني سټ ښي لوري ښیښه کته کوي او جدي الفاظو وايي، «څه وايې، چا ته وايې، تا سره چا خبرې کړي؟». دویم سړی پرته له دې چې ځواب یې ورکړي، په لوړ غږ خاندي او هماغه کلمې تکراروي، «ویې نیسه، ویې نیسه، ویې نیسه…»

لومړی سړی چې زښته ډېره غوسه ورغلې، په لوړ غږ چغه او سختې کنځلې کوي، «ک … نه وی ورکړې، په خلکو پسې دې نه خندل.»
دا دویم کس خپله سودا اخلي دغه شی خاندي، د هغه سړي د سختو کنځلو ځواب ورکوي «ما د تا په شان څو تنه غ … دي.» دا سړی په خپله لاره نیسي. دا لومړی هغه سړی چې له غوسې سور اوښتی دی له موټره ښکته کېږي، دغسې له ځانه سره کنځلې کوي او په دویم سړی پسې ورځي. «خپله دې ورکړې، ان ښځې …». بیا یې خلک رایساروي او مخنیوی یې کوي او موټر ته یې پورته کوي.
کله یې چې غوصه کېني، د موټر دروازه راخلاصوي او د سپرلۍ پورته کولو لهپاره نارې وهي د خپل تګ لوري ښيي کوم ځای ته چې زه هم روان یم. موټر ته پورته کېږو، جامې یې لږ خیرنې دي، د ګرمۍ له امله یې سپینې خولۍ ژېړ رنګ اخیستی. څو نفر نور هم موټر راته پورته کېږي او حرکت کوي.
لږه لار یې چې ووهله، خبرو کولو ته خوله پرانیزي او وايي، «خلک بېخي لېوني شوي دي، زه له بل چا سره دعوه لرم هغه برېتور پر ما ملنډې وهي. بېغیرت بیا څنګه وتښتدې، که نر و، ولاړ به و چې خوله او پوزه مې یې ورسموله او که نه.» فارسي یې په لهجې سره ویله او له لهجې پېژندل کېد چې د ختيځو ولایتونو اوسېدونکی دی. وایم نه پوهېږم چې اولنۍ دعوه دې چا سره وه؛ خو دویمې هغې کې تاسو ملامت وئ. همدا جمله سبب شوه چې د خبرو لهپاره یې د زړه غوټه خلاصه شوه.

وايي، د ننګرهار اوسېدونکی دی او له ۲۰ ډېر کالونه کېږي چې کابل کې اوسېږي. ۵۳ کلن دی او له ۱۴ کسیزه کورنۍ هم اداره کوي. د کورنۍ ډېر مالي بار هم د همده په غاړه دی. د پېشنمي او سهار له لمانځه وروسته د لږې رڼايي په لګېدلو سره کار ته راوځي او د مازیګر تر ۶ بجو پورې په بېلابېلو لارو سورلۍ چلوي.
کله چې خبرې کوي، خبرې یې ارامې او مودبانه دي. وايم، په ښکاره بېحوصلې او جنګېرک نه برېښې؛ خو دا څو شېبې مخکې غوسه وې. په ځواب کې وايي، نور زوړ یم؛ زړښت له یوې خوا او له ډېر وخت راهیسې د ټيکسي چلول بلهخوا او اوس لا روژه هم ده، نور زغم نهلرم. د لارې بندېدل، د موټروانانو له لوري په واټونو د ترافيکي قوانیونو نه مراعت، د سوارلیو په پورته کولو کې بېنوبتي او … کله کله مې ډېر غوسه کوي او کله خو بېخي لاس اچولو ته مجبورېږم.
وايي، لومړۍ دعوه مې د مسافرو پر سر وه، زما نوبت و؛ خو یو موټرچلوونکي په بېنوبتۍ سره سوارلي پورته کړه. په همدې پار غوسه شوم او پسې منډې مې کړې؛ خو هغه په چټکۍ سره ځای پرېښود او هغه وخت یوازې کنځلې وې چې زما غوسه یې سړولی شوه. کله یې چې خبرې دې ځای ته راورسېدلې؛ زه هم خپل ځای ته راورسېدم. ومې ویل، همدلته ښکته کېږم، موټر یې غاړې ته کړ. کرایه یې ورکوم او پلی روانېږم. او په چټکۍ سره خپله لار وهي او په سړک باندې د موټرو په منځ کې ورکېږي.





