د بغلان ولایت د امنیې قوماندانۍ سرپرست جنرال محمد عوض نذیري وايي، چې د ډنډې غوري په چشمه شیر سیمې کې یوې مېرمنې ۱۱ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
دا پېښه نن (جمعه) هغه مهال رامنځته شوې چې وسله والو طالبانو ددې مېرمنې خاوند په کنداغونو وواهه.
د نذیري په وېنا، د الماس په نوم د وسله والو طالبانوقوماندان دخپلو وسله والو له پاره د ډوډۍ ټولولو په مقصد د چشمه شیر کلي ته ورغلی و.
وسله والو هغه مهال ددې مېرمنې خاوند په کنداغونو وواهه چې د ډوډۍ ورکولو څخه یې انکار وکړ.
په همدې مهال د دې سړي مېرمن پر وسله والو ډزې پېل کړې چې دهغوی قوماندان یې وواژه.
د ډزو پر مهال د قوماندان خامار په ګډون د طالبانو ۱۱تنه وسله وال ټپيان شوي دي.
سرچینې وايي چې مېرمن امن ځای ته لېږدول شوې او خاوند یې تر درملنې لاندې دی.
دا لومړی ځل دی چې د طالبانو تر واک لاندې سیمه کې یوه مېرمن راپورته کيږي او طالب قوماندان وژني.
وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.