په بامیان کې د ( کوچني بنسټ) کتابتون پرانستل شو

د ګرځنده کتابتون د جوړولو نوښتګر چې ۴ میاشتې وړاندې یې د کیسو، انځورګرۍ او شعرونو نږدې ۲۰۰ کتابونه د بامیان ولایت په ښارونو او کوڅو کې ددې له پاره ګرځول چې خلک د کتاب لوستنې له خوند سره بلد کړي؛ اوس تازه یې د (کوچني بنسټ) په نوم په دغه ولایت کې د کوچنیانو له پاره د بېلا بېلو کتابونو کتابتون هم جوړ کړ.

دکوچنیانو په بسنټ کې بامیاني یوشمیر ماشومان د یوې عجیبې لېوالتیا او شوق سره راټول شوي او صابر ورته رنګا رنګ کتابونه ښکاره کوي او د کتاب د ځېنو عکښونو ښکاره کولو سره هغوی سره یو ځای خوږه خندا هم کوي.

صابر وایي، واړه باید له کوڅو، سرکونو او ګواښوونکو لوبو وویرول شي او کتاب لوستنې ته وهڅول شي.

صابر زیاتوي، چې ددې ګرځنده کتابتون دخلکو د تود هرکلي سره مخ شوی او د بامیان ولایت د ښار خلک یې په دې کار ستایي.

۸کلنه مهناز یوه له هغه کوچنیانو څخه ده چې ددې کتابتون د پرانستنې په مراسمو کې ګډون کوي او د ټولو کوچنیانو په منځ کې یې د کتاب له منځ څخه د لاله او سنبل شعر زم زمه کوي.

ګلناز بیا یوه بله نجلۍ ده چې د کتاب لوست له پاره دلته راغلې؛ هغه د ۹ ټولګي زده کونکې ده؛ زیاتوي چې تر اوسه یې د کیسو ۲ کتابونه له دې کتابخانې قرض وړي او لوستي دي.

ګلناز زیاتوي، تر ټوله غوره کتاب یې چې لوستی هغه د ویکتور هوګو «بېنوایان» دي.

په همدې حال کې د دې ولایت د اطلاعات او کلتور رييس د یوې معیاري کتابخانې د نشتوالي خبره کوي. دده په وېنا په بامیان ولایت کې ۷ دولتي او ۱۰ خصوصي کتابتونونه جوړشوي؛ خو د کمو امکاناتو له کبله د مطالعې له پاره مناسب چاپیریال نه دی جوړ شوی.

ددې مراسمو په څنډه کې  د « یو ګام او زر مسکاوې» تر عنوان لاندې د عکسونو نندارتون هم جوړ شو، چې د ګرځنډه کتابخانې د فعالیت بېلا بېل عکسونه يې د مېنوالو مخ ته وړاندې کړل.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام