.jpg)
په مزارشریف ښار کې د لومړي ځل لهپاره ځېنې ښځې په یو رسټورانټ کې له موسیقۍ سره په یوه صمیمي او ارامه فضا کې د مشتریانو هرکلی کوي.
«مېرمن هاوز» رسټورانټ د دوو ښځینه خبریالانو او مدني فعالانو له لوري په ۱۵۰۰۰ ډالرو جوړشوی چې نن د ۷ ښځینه کارکوونکیو په فعالیت پرانېستل شو.
د دغه رسټورانټ مشتریان د پرانېستنې په لومړۍ ورځ زښت زیات خوشاله وو.
د مېرمن هاوز مسووله نوریه ندا وايي، دا رسټورانټ کې د کورنیو او بهرنیو خوړو ترڅنګ د ۶۰ تنو مشتریانو د ځايېدلو ظرفیت لري.
.jpg)
په وړیا ډول تر کوره د فرمایشي خوړو رسول او د کوچنیو مراسمو کوربتوب د مېرمن هاوز له نورو ځانګړتیاوو دي.
خو د دغه رسټورانټ مسوولان وايي، که کارو بار یې وغوړېږي؛ مېرمن هاوز ته به پراختیا ورکړي.
لهدې مخکې هم په بلخ ولایت کې یو رسټورانټ جوړ شوی و چې مدیریتي چارې یې د مېرمنو په غاړه وې؛ خو د محدودیتونو له کبله یوازې مېرمنو ورتګ کولی شو؛ خو دا ځل مېرمن هاوز بیا لومړنی رسټورانټ دی چې مدیریت یې د مېرمنو په لاس کې دی او د ټولو وګړیو لهپاره کوربه دی.





