ننګرهار کې د نارنجګل کلنۍ او دودیزه مشاعره وشوه

که د ژمي د سړیو څپو په تېرېدلو پر وطن شین او بخملي څادر غوړېږي؛ نو د ننګرهار هوا د نارنجو په ګلونو معطره او پر هرې خوا د نارنج‌ګل وږم خپور وي.

اوس چې د نارنج‌ګل له مخه نقاب  ورو ـ ورو په لېرې‌کېدلو دی؛ نو د شاعرانو ولولې او احساسات هم ورسره په جوش راغلي.

هر پسرلی ننګرهار د نارنج‌ګل دودیزې او تاریخي مشاعرې کوربه وي. سږ کال هم دغې مشاعره کې د چارواکیو تر څنګ لیکوالو، شاعرانو او د شعروادب زرګونو مینه‌والو برخه اخستې وه.

سږنۍ مشاعره د جلال‌اباد ښار په سراج العمارت تاریخي بڼ کې جوړه شوې‌وه چې شاعرانو پکې د خپلو الفاظو خواږه په‌خپلو مینه‌والو ووېشل.

نارنج‌ګل کې عمرخوړلیو، ځوانو او ښځینه شاعرانو  له رنګینو ډک، هنري، انتقادي، ملي او طنزیه شعرونه ولوستل چې د مینه‌والو له تاوده هر کلي سره مله وو.

اړوند مطالب:

کونړسیند مشاعره؛ مست کونړی سیند نه مهار او نه هیلې پوره شوې

د مڼې ګل دودیزه کلنۍ مشاعره تر سره شوه

ننګرهار کې د نارنج‌ګل دودیزه مشاعره له سانسور پرته وشوه

د نارنج‌ګل مشاعرې کې چارواکو له شاعرانو د داسې شعرونو د ویلو غوښتنه کوله چې د هېوادنۍ مینې، سولې او خلکو ترمنځ د یووالي او ورورګلوۍ پېغامونه پکې لېږدول شوي‌وي.

نارنج‌ګل مشاعره څه باندې نیمه پېړۍ وړاندې پیل شوې چې په لومړیو کلونو کې په ولسي بڼه ترسره کېدله. یو وخت تر حکومي انحصار لاندې په مقام کې پاتې شوې‌وه؛ خو په وروستیو کلونو کې بیا کوښښ شوی چې دا دودیزه مشاعره یو وار بیا ولسي بڼه خپله کړي.

د دې مشاعرې په څنډه کې د افغاني تولیداتو نندارتون هم پرانیستل شوی‌و چې په کور دننه جوړ شوي بېلابېل صنعتي او خوراکي توکي پکې نندارې ته اېښودل شوي‌وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام