د ۱۳۹۴ لمریز کال فرهنګي اوښتونونه

 ۹۴کال له سیاسي او اقتصادي ځوړ راوروسته، په فرهنګي لحاظ د ډېرو پښتنو فرهنکي دېوالونو د رانړېدلو کال و؛ خو له دې هر څه سره ـ سره بیا هم د پښتني فرهنګ د غوړېدو ښه څپرکی و او د تېر کال په پرتله کې د ادبیاتو لمن ښه شنه پاتې شوه.

فرهنګي شنونکي:

د پښتني فرهنګ سرلاري سږ په ټوله کې د څوو کلونو راهیسې فرهنګي هڅې ګړندۍ بولي، وايي ۹۴ کال د نورو کلونو په پرتله ګوت نیونکی توپیر نه لري، خو په ټینګار سره وايي، چې اوسنی روان عمومي فرهنګي میلان مثبت دی او له دې امله سږ فرهنګي کال مثبت ارزوي.

استاد نجیب منلی وايي، چې فرهنګ د ټولنې برخه ده، چې لیکوالان، مدني ټولنې او هنرمندان په کې مهمه برخه جوړي، خو ویلی شو، چې ټول وګړي د هنر او فرهنګ جوړوونکي دي.

استاد منلی وايي، چې سږکال د تېر کال په پرتله ښه پرمختګونه شوي دي، لکه له سره د ځېنو فرهنګي میراثونو رغول او ګوګل ترانسلېټ ته د پښتو ژبې داخلېدل.

دی زیاتوي، چې همدا راز د ادب په برخه کې په کافي اندازه کار وشو، کتابونه چاپ شول او هنري تولیدات زیات شول.

د استاد منلي پر وینا، د فرهنګ له پاره باید ټول ولس کار وکړي، خو حکومت ته په کار دی، چې په دې برخه ځانګړې پانګونه وکړي او فرهنګي فعالیتونو ته خاص امکانات برابر کړي. ده اندېښنه وښودله، چې د ملي یووالي حکومت له راتګ سره دغې برخې ته پاملرنه کمه شوې ده.

لیکوال او شاعر اجمل تورمان د ملي یووالي حکومت باندې تور پورې کوي، چې په فرهنګي ډګر کې له هیلو سره سم کار ونه کړ.

دی وايي، په فرهنګي برخه کې د ولسمشر فرهنګي سلاکار او د اطلاعاتو او کلتور وزیر تورنوي، چې هېڅ کار یې نه دی کړی. تورمان په فرهنګي برخه کې د ولسمشر فرهنګي سلاکار او د اطلاعاتو او کلتور وزیر ټاکنه پر ځای نه بولي، ځکه چې تر اوسه یې خپلو اصلي موخو ته پام نه دی کړی.

تورمان وايي، کوم کارونه چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور په برخه کې کړي، بسنه نه کوي، ځکه په فرهنګي برخه کې له دې دواړو چارواکیو نه ډېره تمه وه، چې د تېرو حکومتونو په پرتله به په دې برخه زیات کار وکړي، خو اوس هغسې نه برېښي.

تورمان وايي، چې د فرهنګي کارونو په برخه کې لیکوالانو په شخصي ډول خپل مسوولیت ادا کړی دی، خو حکومت کله هم د لیکوالانو او هنرمندانو اقتصادي حالت ته پام نه دی کړی. ده وویل، چې حکومت د فرهنګي کارونو په پراختیا کې کې پاتې راغلی دی.

بامیان خلاق ښار:

له بلې خوا د بامیان د ۱۳۹۴ لمریز کال د لیندۍ په میاشت کې د ملګرو ملتونو د علمي او کلتوري ټولنې یونسکو له خوا د نړۍ خلاقو ښارونو په کتار کې وشمېرل شو.

د یونیسکو چارواکيو ویلي وو، چې بامیان په ټوله منځنۍ اسیا کې زړه راښکونکی ښار ګڼل شوی دی.

د اډې صیب موزیم د جوړېدو پلان:

د اطلاعات او فرهنګ وزرات هېوادوالو ته د پوره هڅې ډاډ ورکړی، چې دوی به ننګرهار کې د اډې صیب موزیم د جوړیدو لپاره د نړېوالو پام راواړوي.

دوی ویلي وو، چې دغې تاریخي سیمه کې چې د بودايي اثارو تر ټولو مهم ارزښتناکه موزیم و. د دې موزیم ټول تاریخي اثار ټول لوټ شوي، ودانۍ يې هم هم خرابه شوې او ساحه يې غصب شوې ده، چې ساحه به یې له غصبه خلاصه او احاطه کړو.

د داود خان د قبر جوړېدل:

د همدې کال د سلواغې په لومړیو کې ولسمشر محمداشرف غني وویل، چې د افغانستان د لومړي ولسمشر او د هغه د کورنۍ د غړیو د قبرونو د جوړلو له پاره به د مرستې یو صندق جوړوي او د دوی له قبرونو نه به د ملي ارزښتونو په توګه ساتنه کوي.

خوا د ماشوم ادبیاتو ته د مرستې صندق:

په ۹۴یم کال کې په پښتو کې ډېر اثار چاپ شول او په پښتو شعر کې د نوي او ځوان کول نوی شعر وغوړېد. په لسګونو بېلابېل اثار چاپ شول او هم د «ماشومانو د ادبیاتو کور» له خوا د ماشوم ادبیاتو ته د مرستې صندق پرانیستل شو.

د فرهنګي څټو نړېدل:

که ۹۴ کال کې پښتني فرهنګ وغوړېد، خو د همدې کال په اوږدو کې د هېواد فرهنګي څټو له موږه لاره جدا کړه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبیاتو مرکز علمي غړی او د یاد مرکز د فولکلور او شفاهي ادبیاتو د ډيپارټمنټ آمر څېړنوال حضرت محمد ویاړ د دې کال د غبرګولي پر ۱۲مه نېټه وفات شو.

خدای بښلی ویاړ په خپل نېږدې ۴۰ کلن فرهنګي ژوند کې افغاني فرهنګ په تېره بیا پښتو ژبې او ادبیاتو ته نه هېرېدونکي خدمتونه کړي وو.

د همدې کال د چنګاښ میاشتې په ۲۹مه نېټه د پښتو ژبې د معاصر ادب وتلى ليکوال، شاعر، کره کتونکى، څېړونکى او د پېښور پوهنتون د پښتو څانګې پخوانى مشر ډاکټر راج ولي شاه خټک د زړه د ناروغۍ له امله په حق ورسېد.

راج ولي شاه خټک پر ۱۹۵۲م کال د خېبر پښتونخوا د نوښار ولسوالۍ د چراټ د سيمې په ډاک اسماعيل خېل نومي کلي کې زېږېدلی و او لومړنۍ زده کړې يې د خپل کلي په ښوونځي کې کړې وې. د پښتو ژبې له پاره د ارواښاد خټک خدمتونه د لر او بر تر څنګ په نړیوال کچه ستایل شوي وو او يو شمېر نړيوال مډالونه یې هم تر لاسه کړي وو.

په افغان موسیقۍ کې د ځانګړي سبک لرونکی سندرغاړی استاد مومن بېلتون افغاني موسیقۍ ته د ۵۰ کلن چوپړ نه وروسته ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ. استاد بېلتون ۹۵ کاله مخکې په لوګر ولایت کې زیږېدلی وو.

د لیندۍ پر ۸مه نېټه اسیا خصوصي ټلوېزیون مشر امان الله عطايي د کابل په اتمه ناحیه کې د نامعلومو کسانو له خوا په ووژل شو.

د هېواد ښه شاعر زړه سواند شینواری، چې شاوخوا لس اثار یې لیکلي وو، د مرغومې میاشتې په ۲۶مه نېټه د ۷۰ کلونو په عمر د ژوند پور پرې کړ. شينواری د ارواښاد شهيد عمراخان زوی په ١٣٢١هـ ل کال کې د ننګرهار د هسکي مېنې د ولسوالۍ د کذارې د کلي په يوې مخورې کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې غړولې وې.

د افغانستان د ملي راډیو ټلوېزیون ویاند او د ننګرهار د والي فرهنګي سلاکار زبیر خاکسان د سلواغې پر ۱۰مه نېټه د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د نامعلومو کسانو له خوا ووژل شو او د همدې میاشتې پر ۱۶مه نېټه د افغانستان د هنرمندانو د اتحادیې مشر حیات ګردیزی د زړه د حملې له امله په کابل کې ساه ورکړه. حیات ګردیزی ۶۱ کاله مخکې د پکتیا ولایت په احمد اباد ولسوالۍ کې زېږېدلی و .هغه په ۱۸ کلنۍ کې د سندرو پر ویلو پیل کړ و.

د هرات د تیاتر د ودانۍ نړول:

د ۱۳۹۴ کال د لړم میاشتې پر ۱۰مه نېټه د هرات ښاروالۍ د دغه ولایت د ښاري واټ او د سوداګرۍ د مرکز د جوړولو په پلمه د تیاتر ودانۍ ویجاړه کړه.

د هرات ممثلینو نیوکه کړې وه، چې حکومت هنر او هنرمندانو ته پاملرنه نه کوي او د هرات د تیاتر ۹۰ کلنې ودانۍ نړېدل به د دغه ولایت سینما هم له منځه یوسي.

د هرات ولایت د اطلاعاتو کلتور ریاست د ښاروالۍ دغه کار یو "طالباني عمل او هنرمندانو د کور ورانول" ګڼلي وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام