
د زردالو ګل لومړنۍ جشنواره د کرنیزو محصولاتو د نندارتونو، موسیقۍ، شعر او تیاتر د فرهنګي او هنري برنامو په اجر کولو سره د بامیان په کهمرد ولسوالۍ کې جوړه شوه.
د بامیان والي محمدطاهر زهیر د دې جشنوارې د پرانېستلو په مراسمو کې وویل چې د کهمرد ولسوالۍ د بېنظیرو محصولاتو په لرلو سره ملي او نړۍوال شهرت لري.
د ښاغلي زهیر په خبره، د بامیان ولایتي اداره هڅه کوي چې د کهمرد ولسوالۍ کرنیزو محصولاتو ته ښه بازار پیدا کړي.
د کهمرد ولسوالۍ اوسېدونکي د دې جشنوارې په جوړېدلو د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وایي چې دا ډول جشنوارې د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې لهپاره مرستندوی دي.
د کهمرد ولسوالۍ مشهور محصول چپهنمک کېښته ګڼل کېږي چې له ساقي زردالو نه جوړېږي.





