دغه کتابتون د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار په عیدګاه جومات کې، پر شاوخوا یوزرو ۸۵۰ متر مربع ځمکه جوړ شوی او نن رسما پرانیستل شو.
د اطلاعاتو او کلتور ځای ناستي وزیر پوهاند رسول باوري په دې اړه رسنیو ته وویل، پر دغه عامه کتابتون څه باندې ۲۰میلیونه افغانۍ لګېدلي چې د یاد وزارت له بودېجې ورکړل شوې دي.
ښاغلي باوري ژمنه وکړه، د نوي جوړ شوي کتابتون لهپاره د کتاب ټولونې او نورو اړتیاوو پوره کولو په موخه به وزارت ته د رالېږل شوي پروپوزل لهمخې کار وکړي.
د عامه کتابتون پرانیست غونډې ته د ننګرهار والي ګلاب منګل وویل، د دغه کتابتون بډاینې په موخه به د بېلابېلو کتابونو را ټولیدو او کتابتون سمبالولو کمپاین پیل کړي چې په ترڅ کې به یې د مرستندویو بنسټونو، حکومتي ادارو، سوداګرو او فرهنګیانو مرسته راټوله کړي.
دغهراز ولسي خلک د دغه کتابتون پر جوړېدو خوښي ښیي؛ خو له حکومتي مسوولانو غواړي چې د مطالعې لهپاره کتابتون ژر چمتو کړي.





