په کابل کې د سیمه‌ییزو ګډاګانو جشنواره جوړه شوه

د افغانستان سیمه‌ییزو ګډاګانو جشنواره نن د کابل په بابر بڼ کې جوړه شوه چې ۵۰ جنونو او هلکانو په‌کې پنځه ډوله ګډاوې کوې.

د دې جشنوارې جوړوونکي نجیب فرزاد سلام‌وطندار ته وویل، کومې ګډاګانې چې په‌دې جشنواره کې وشوې، اوږده تاریخي مخینه لري، خو اوس له یاده وتلې دي.

 د نوموړي په وینا، یادې نجونې او هلکان د سیمه‌ییزو ګډاګانو له روزنې وروسته دې جشنوارې ته راغلي چې ډېر رول په‌کې د ښځینه‌وو دی.

د هېواد د مرکزي سیمو ګډاګانې، لکه پشپو، اخغوچي او غومبرک د مرکزي سیمو درې

ګډاګانې دي چې په تېره یوه نیمه میاشت کې یې زده‌ کړي او نن دا ګډاګانې د نجونو او هلکانو له لوري وشوې او بله هم «خټک» ګډا ده چې مخکې په سویلي ولایتونو کې دود وه او په ننني پروګرام کې هم شامل ده.

فرزاد د سیمه‌ییزو ګډاګانو جشنوارې جوړولو موخه د افغانستان د لرغوني کلتور راژوند کول او ساتل وبلل.

په همدې حال کې د سیمه‌ییزې ګډا یوې لوبغاړې قدریې اذرنوش سلام‌وطندار ته وویل چې تر یوې میاشتې تمرین وروسته یې د پشپو په نوم ګډا زده کړې او نن یې د یې شپږ کسیزې ډلې له لوري نندارې ته وړاندې کړه.

د اذرنوش په وینا، له ګډه سره ډېره مینه لري او غواړي په راتلونکي کې په‌دې برخه کې ښه پرمختګ وکړي. دا وايي، که څه هم د ګډا زده‌ کولو پر مهال له بېلابېلو ستونزو سره مخ شوې، خو بیا یې هم خپله انګېزه نه‌ده بایللې او هڅه کوي نوره هم وړاندې لاړه شي.

د سیمه‌ییزو ګډاګانو نندارچیانو د دا ډول پروګرامونو جوړېدل مهم وبلل او ټینګار یې وکړ چې باید زیات او حکومت یې هم ملاتړ وکړي.

دغه پروګرام د اغاخان بنسټ په مرسته د اسیا د فرهنګ خونې له لوري جوړ شوی و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام