په بامیانو کې د ستر فرهنګي مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه

په بامیانو کې دوه کاله وړاندې، د ستر فرهنګي مرکز جوړولو طرحې غورواي له پاره د ۱۱۷ نړیوالو هیوادونو په ګډون یوه سیالۍ ترسره شوه، چې ددغو هیوادونو له ۱۰۷۰ طرحو د ارجنټایني انجنیر طرحه ګټونکې اعلان شوه.

د بامیانو والي محمد طاهر زهیر د یاد فرهنګي مرکز د کار پیل مراسمو ته وویل، چې د دې سترې فرهنګي پروژې په بشپړیدو سره به د بامیان ټول لرغوني او تاریخي اثار وساتل شي.

د زهیر پر وینا، وروسته له دې ټول تاریخي اثار چې له بامیانو بهرته لیږدول شوي بیا دغه ولایت ته راوړل کیږي.

نوموړي زیاته کړه، هغه اثار چې له بامیانو بهر ساتل کیږي هغه به هم ددغه موزیم له جوړیدو سره په معیاري بڼه هلته وساتل شي.

د بامیانو فرهنګي مرکز په درې پړاونو کې جوړیږي، چې لومړی او دویم پړاو يې په ۱۸ میاشتو کې د سویلي کوریا په مالي لګښت بشپړیږي او درېیم پړاو لګښت یې د افغان دولت ښار جوړونې وزارت ورکوي.

دغه راز، د سویلي کوریا سفیر چین کي هون وايي، چې په بامیانو کې د ستر فرهنګي مرکز جوړولو مالي ملاټر پروژه، يې په افغانستان کې د بیا رغاونې لومړۍ پروژه ده.

هون هیله وښوده، چې دا پروژه به د افغانستان او سویلي کوریا ترمنځ د همکاریو پر سمبول بدله شي.

تمه کیږي، په بامیانو کې د ستر فرهنګي مرکز انګړ به د یو تفریحي پارک په توګه د دغه مرکز لیدونکو له پاره جوړ شي.

بامیان د افغانستان یو له لرغونو ولایتونو دی، چې زیات فرهنګي او تاریخي اثار لري، خو د مناسب ځای نشوالي له امله دغه اثار په سمه توګه نه ساتل کیږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام