تماشه: په بالیووډ کې د فردي خپلواکۍ غوښتلو یوه بله څپه

 
کیسه: 
یو هلک ( رنبیر کپور) د فرانسې د یو سمندر په غاړه پر یوې نجلۍ (دپيکا پوډوکون) مئینیږي، په لومړي  ملاقات کې وایي چې د «یو بل په اړه به سم معلومات نه ورکوو او له دې ځایه چې لاړ شو، بیا به سره نه وینو.» 
په همدې پرېکړه وشي، هلک هند ته راشي، په یوه اداره کې کار کوي، د نجلۍ زړه صبر نه شي، هلک پسې راشي، ویې ګوري، بلاخره اقرار وکړي چې یو بل سره مینه لري، خو څه وخت وروسته هلک چې ورته د واده وړاندیز کوي، نجلۍ يې رد کړي، ورته وايي چې ته هغه پخوانی هلک نه یې، ته بدل شوی یې، په دې خبره سره وران شي، بلاخره هلک خپل ځان پيدا کړي، ده د کورنیو مجبوریتونو له امله یو مصنوعي شخصیت جوړ کړی وي، ځکه پلار یې ترې د همداسې یو انسان تمه کوي، هلک پلار سره کینې کیسه ورته وکړي او پلار په دې قانع کړي چې زه باید خپلې خوښې ته پرېښودل شم. هلک چې خپلې خوښې ته پرېښودل شي بیرته لاړ شي، نجلۍ پیدا کړي او دواړه بیا په تیاتر کې کار کوي. 
موضوع : 
د فلم اصلي هدف او پیغام د ځوانانو فردي خپلواکي ده، ځوانانو ته پیغام ورکوي چې دوی دې خپل ځانونه وپيژنې، خپله وړتیا دې وګوري او د خپلې علاقې او وړتیا له مخې دې ځان ته راتلونکی ژوند او کار روزګار برابر کړي. 
په همدې موضوع د بالیوډ ډير شمیر فلمونه نور هم جوړ شوي دي او که وګورو نو په ټوله کې اصلي پیغام د ځوانان فردي خپلواکي ده. ځینې فلمونو او لنډو کیسوته به یې اشاره وکړم: 
–    Tari Zameen Par : دا فلم په ۲۰۰۷ کال جوړ شوی دی، کیسه یې د یوه ماشوم ده، چې هغه رسامي خوښوي او وړتیا یې لري، خو کورنۍ یې پرې خپله خوښه تحمیلوي. 
–    Three Idiots: دا فلم په ۲۰۰۹ کال کې جوړ شوی دی، په دې فلم کې هم کیسه د پوهنتون د درېیو محصلینو وي، تعلیمي نصاب سره پکې دې ته هم اشاره شوې ده، چې هر څوک باید د خپلې خوښې رشته ولولي. 
–    Rockstar: دا فلم هم د رنبیر کپور دی، چې دی پکې سندرغاړی وي، کورنۍ یې رټي او دی بلاخره فردي خپلواکي ترلاسه کړي او لوی سندرغاړی ترې جوړ شي. 
–    Zindage na millige dobara: دا فلم په ۲۰۱۲ کال کې جوړ شوی دی، په دې فلم کې هم د درېیو کیسو نه یې یوه دا ده چې انسان دې ځان په کاروبار کې نه ورکوي، او کله کله دې خپل ذات ته هم ورځي، یعنې ټول عمر دې تمثیل نه کوي، په دې فلم کې هریتیک روشن کاروباري کس وي. 
پر یادې موضوع ممکن ددې فلمونو تر څنګ ځینې نور فلمونه جوړ شوي دي، خو توپیر یې یوازې په کیسه کې دی، ځکه په ټولو فلمونو کې هڅه شوې ده، چې انسانان او په ځانګړي ډول ځوانان ځانونه وپيژني خو دا چې کوم لیکوال په کوم فلم کې څنګه وړاندې کړې ده، دا یې نو بیا جلا اړخ دی. 
مهم ټکي 
–    شوق او مینه 
په تماشا کې رنبیر کپور له ماشومتوبه کیسو سره مینه لري، د کور په مخ کې یې یو بوډا سړی ناست وي، هغه ته لس روپۍ ورکوي او یو ساعت کیسه ترې اوري، رنبیر کپور ته هغه بابا وايي چې کیسې خپله جوړیږي، هیڅ یوه کیسه مخکې له مخکې نه وي پلان شوې، د همدې ټکي په نظر کې نیولو سره رنبیر کپور په فرانسه کې نجلۍ سره د لیدو پر وخت د یوې نوې کیسې بنیاد ږدي. 
–    اضطراب او دوه مخي
رنبیر کپور خپل طبیعت کیسه ایز پاللی وي، کورنۍ یې پرې په زوره انجنیري لولي او د یوه ښه کاروباري شخصیت تمه ترې لري، معشوقه یې هغه په خپل حالت کې غواړي، همدا حالت رنبیر کپور ته ارام ته نه پریږدي، له خپلې معشوقې سره چې مخ شي جنګ ورسره کوي، وړه خبره بهانه کوي، چیغي وهي او جنګ کوي، حتی ذهن یې دومره منفي شوی وي چې د خپلې معشوقې هره خبره منفي اخلي او چیغې پرې وهي. 
–    مینه 
ددې ټولو تر څنګ له خپلې معشوقې سره مینه هم لري، پر جنګ څو شیبې وروسته یې بیا په زړه کې څه نه وي، بیرته ورته راشي، مینه ورسره کوي او په همدې وخت کې یې بیا روح نا ارامیږي اوبیا جنګ کوي. 
–    کورنۍ او ابهام 
هلک هیڅوک نه درک کوي، کورنۍ یې ترې یوه تمه لري، دا بل ډول انسان وي، معشوقه یې ترې بله تمه لري، همدې توپیرونو یې ژوند تریخ کړی وي، بلاخره یوه رکشاوان سره ملګری شي، هغه سندرغاړی وي، خو غربت یې شوق پاللو ته نه پریږدي، بیا ورسره رنبیر کپور هر ماښام د سرک پر یوه غاړه ناست وي، هغه سندره وايي او دی کیسې او تمثیل کوي او په دې توګه خپل شوق پوره کوي او که ووایو په یو ډول له خپله مجبوریته ځان خلاصوي. 
–    بغاوت 
رنبیر کپور نه چې لاره ورکه شي، هماغه بابا ته ورشي چې ده ترې کیسې اوریدې، خپله کیسه ورته وکړي بیا ورته ووایي چې دا کیسه مخکې څنګه ده؟ د بابا اعصاب پر ځای نه وي، خو ورته ووايي، ته بزدل انسان، یې ته راځې مانه خپله کیسه غواړې؟ ورشه خپله کیسه دې پخپله ولیکه، رنبیر راشي، پلار ته کینې او یوه کیسه ورته وکړي. 
–    د مار وژل 
په کیسه کې ورته ووايي چې یو روبوټ وو، چا جوړ کړی و، روان و، ماترې پوښتنه کوله، ویل یې زه په خپله خوښه نه یم، بل چا روان کړی یم، نه پوهیږم ولې او چیرته ځم، بیا ورته وايي چې روبوټ یوه ورځ یو مار ووژاه، مار یې ماشومتوب وو او په اخر کې ورته ووایي چې هغه روبوټ زه یم. مار یو سمبول کارول شوی دی، ځکه کله کله ماشوم نه په کور کې د لویانو تمه کیږي، له هر ماشومانه کاره ویرول کیږي او بلاخره چې کله ماشوم زلمی شي، نو د کورنۍ هغه ویره ختمه شي، دلته نو ماشومتوب ویروونکی او مار ګڼل شوی دی. پلار یې په دې خبرو قانع شي او رنبیر کپور خپل ژوند ته پریږدي، هغه بیا لاړ شي، خپله مستي کوي، نجلۍ سره واده وکړي اوبیا په تیاتر کې د خپلې خوښې کیسې وايي او تمثیل کوي. 
په فلم کې اصلي  خبره داده، چې نړۍ یو سټیج دی او هر انسان پکې یو رول لوبوي، خو مهمه خبره دا ده چې هر انسان خپل رول وپيژني او بیا یې ولوبوي …
پر فلم نظریات 
د هندي سینما زیاتره نقادان د فلم کیسه کمزورې ګڼي، یو دلیل خو یې دا دی چې موضوع تکرار ده او دویمه خبره یې دا ښيي چې تر نیمايي پورې هیڅ کیسه نشته، فلم ته په جدي سترګه نه دي کتل شوي او له نیمایي وروسته لیدونکي پوهیږي چې څه پېښ شوي یا څه پېښیږي. 
دا په راک سټار پسې د امتیاز علي دویم فلم دی، ځينې نقادان وایي چې پر کیسه لا اوس هم د راک سټار اغیز پروت دی او ځینې خو بیا بیخي په دې نظردی چې دا کیسه د راک سټار فلم یو نیمګړی تقلید دی. 
په زړه پورې ټکي 
–    د فلم نوم Window seat ټاکل شوی و، چې وروسته بدل شو.
–    دا درېیم ځل دی چې رنبیر کپور او ډپيکا پوډوکون په فلم کې یو ځای کار کوي. 
–    درېیم ځل دی چې AR Rehman، امتیاز علي ته موسیقي جوړوي. 
–    فلم په فرانسه کې پیل کیږي او په دهلي کې ختمیږي 
–    د فلم ځینې صحني بیا ځلي اخیستل شوي دي. 
–    په فلم کې ښودل شوی، هوټل په ډیلي ښار په حوض خاص سیمه کې دی. 
–    د فلم لپاره ډیپیکا پوډوکون لومړۍ ټاکنه وه. 

د فلم نوم : Tamasha
لوبغاړي: رنبیر کپور، ډیپيکا پوډوکون، پایوش میشرا، اشتیاق خان او نور… 
لارښود : امتیاز علي 
موسیقي: آی. ار . رحمان 
ریلیز: نومبر ۲۷ ، ۲۰۱۵
موده : ۱۵۲ دقیقې 
ژبه : هندي 
بودیجه: ۹،۷ میلیونه ډالر 
سوداګري: ۱۶ میلیونه ډالر 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام