د حکیم سنايي غزنوي تلین په ویاړ نن د ( ۲۰۱۵/ اپریل ۲۱مه) په غزني ولایت کې د یو شمېر کلتوري ډلو له خوا مراسم نیول شوي و.
دغه مراسم چې د سنايي غزنوي د ۸۶۵ تلین په ویاړ جوړه شوي و، یادو فرهنګیانو په دولت نیوکه وکړه چې دولت د دې ولایت کلتوري مسایلو ته پاملرنه نه کوي.
دغه فرهنګیان وايي چې ټاکل شوې وه په میلیونونه ډالر به د دې ولایت د بیا رغونې او د لرغونو تاریخي اثارو د بیاځل جوړولو په برخه کې لګښت وکړي.
د غزني ولایتي شورا مرستیال ویس منیب په دې مراسمو کې وویل، اړینه وه چې په دې لرغوني ولایت کې کتابتون، د غزنویانو د پېر اسناد ساتن ځای، د اسلامي پېر موزیم او د غزني پېژندنې یو مرکز په دې ولایت کې جوړ شوی وی.
د ولایتي شورا مرستیال زیاته کړه چې باید له بهرنیو څېړونکو څخه غوښتنه شوی وی چې د غزني ولایت په اړه یې پلټنې کړی وی او خپلې موندنې یې نندارې ته اېښی وی.
منیب وايي چې د غزني د تاریخی سیمو غصب، د الغزنین کلا ویجاړیدل چې یو له مهمو لرعونو اثارو څخه دي که ورته پاملرنه ونه شي له منځه به لاړ شي.





