په خوست کې چاودنې د شعر رنګينه فضا د باروتو په بوی بدله کړه

د چنارونو په وطن خوست ولايت کې د چنار دوديزه کلنۍ مشاعره هغه مهال ګډوډه شوه، چې د تالار مخې ته يې بمي چاودنه رامنځ ته شوه.

دغه چاودنه د خوږ ژبو شاعرانو، فرهنګيانو او ليکوالانو رنګينه او د سولې څخه ډکه فضا د باروتو په بویونو بدله کړه؛ د جرګې په تالار کې يې ګډون کوونکي تیت او پرک کړل او د مشاعرې د پېل خلاف د ويرې سيوری حاکميت خپل کړ.

د چاودنې په اړه د خوست ولایت د والي ویاند مبارز ځډران رسنيو ته وویل، چې په دغه چاودنه کې ۹ تنه ټپيان شوي.

د نوموړي په وينا په ټپي شويو وګړو کې ۶ پوليس او درې ملکي کسان شامل دي.

یاده مشاعره د خوست ښار د جرګو په تالارکې جوړه شوي وه او دهېواد د بېلا بېلو ولایتونوڅخه راغلو شاعرانو، فرهنګیانو او نورو ليکوالانو پکې ګډون درلود.

 خوست مرستیال والي عبدالواحد پټان مشاعرې ته په خپله پيليزه وينا کې وويل، دا شان مشاعرې کولای شي، چې خلکو ته د امن، سولې، ثبات، يووالي او ښې راتلونکې پېغام واستوي.

د مشاعرې یوبل ګډونوال او د ننګرهار پوهنتون استاد لال پاچا ازمون د دودیزو مشاعرو په هکله وویل، چې دا ډول مشاعرې دکلتور په بډاینه کې خورا اړیني دي.

نوموړي زياته کړه، دودیزو مشاعرو یوه بله عمده ګټه دا ده، چې د قومونو ترمنځ کېنې له منځه وړي او خلک اتحاد ته هڅوي.

ياده دې وي، دا لومړی ځل دی، چې د فرهنګيانو او شاعرانو په غونډه کې د وسله والو مخالفالانو له لوري چاودنه کيږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام