د پکتیا مرکز ګردېز کې نن د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لهپاره د ودانیو کمپلیکس د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته د پکتيا والي شميم خان کټوازي وويل، دغه کمپلیکس به د اړتیا وړ ودانۍ ولري، چې په عصري بڼه د یو کال په موده کې به جوړ شي.
نوموړي وویل، په دې کمپلیکس به د کتابتون، د غونډو تالار، ګالري او د روزنې خونې په شمول ټولټال ۳۳ اداري خونې جوړې شي.
د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس محمد شفا مشفق وويل، د دې ودانۍ په جوړېدو سره به د دغه ریاست د ځای نه شتوالي ستونزې حل، فرهنګي او نورې اړوندې چارې به تر پخوا ګړندۍ شي.
د کمپلیکس مالي لګښت د هندوستان هېواد ورکوي، چې ټولټال ۵۲ میلیونه او ۵ لکه افغانۍ لګښت پرې راځي.





