پرته له حکمه د کمال سادات سرپرستي

 

په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې یوې موثقې سرچينې، چې نه يې غوښتي نوم يې واخیستل شي سلام‌وطندار ته ویلي، اوس‌مهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست کمال سادات پرته د ولسمشر له حکمه د وزارت د سرپرستۍ چارې پر مخ بیايي.

د سرچینې پر وینا، هغه یوازې د دغه وزارت پخواني وزیر عبدالباري جهاني له‌خوا د سرپرست په توګه ګمارل شوی دی.

د کمال سادات له سرپرستۍ شاوخوا ۴ میاشتې تېريږي.

له بل لوري د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ځای‌ناستی کمال سادات هم سلام‌وطندار سره د خبرو اترو پرمهال تایید کړه، چې د پخواني وزیر په دستور يې دغه دنده پېل کړې.

د ویلو ده، چې  عبدالباري جهاني په تېر لړم میاشت کې د ورپېښې ناروغۍ له امله خپله له دندې استعفا وکړه.

په هغه وخت کې کمال سادات د ځوانانو چارو مرستیال و.

خو سادات وايي، چې د هغه د سرپرستۍ پروسه قانوني پر مخ تللې ده.

د سرپرستۍ د قانون له‌مخې باید د سرپرستۍ حکم د هېوادمشر له‌خوا صادر شي، خو لیدل کيږي، چې د کمال سادات په ګمارلو کې د ولسمشر هیڅ حکم نشته، خو له دې سره ـ سره هغه د څلورو میاشتو راهیسې د همدغې وزارت په استازیتوب د نورو خبري غونډو او رسمي ناستو په ګډون حتا د وزیرانو شورا په غونډو کې هم ګډون کوي.

په ډاګه دې، چې په‌دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیالانو له نظر ورکولو ډډه کړې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام