دغه تیاتر نجونو نندارې ته وړاندې کړ او موخه یې د ټولنیز ژوند ټولو  په ځانګړې توګه د سولې په راوستلو کې د ښځو ونډه او په کورنیو کې د لور او زوی ترمنځ توپیري چلند نندارې ته ښودل و.

د کابل ښار په سویل لویدیځه څنډه دارالمان ماڼۍ کې نن (پنج شنبه) ورځ « افغان ځوانان په نوي عصر کې » په دې نوم موسیسې یو تیاتر نندارې ته وړاندې کړ.

په دې تیاتر کې د دوو ګاوندیو ترمنځ اړیکې نندارې ته وړاندې کړې، چې له یول بل سره تل پر لانجې او شخړې کوي، خو د دواړو کورنیو لوڼې له یو بل سره خوږې ملګرې دي.

د افغان ځوانان په نوي عصر کې موسیسې مشر محمد اهنګران وویل، چې د دغه تیاتر موخه دا ده، چې سوله باید له کورنیو پیل شي؛ په دې برخه کې د ښځو ونډه ډیره مهمه ده، او ښځې کولی شي په ټولنه کې له نارینه وو سره یوشان کار وکړي.

له بلې خوا د ښځو پراختیایي موسیسې مرستیالې ریحانې عزیزي سلام وطندار ته وویل، چې په یوه کورنۍ، ټولنه او هیواد کې د سولې په راوستو کې د ښځو ونډه ډیره اړینه ده او په دې برخه کې باید مېرمنې وهڅول شي؛ چې د سولې له پاره عملي ګامونه پورته کړي.

د تیاتر په پای کې ګډونوالو په یو غږ وویل، چې سوله ځواک دی، سوله ځواک دی او موږ د سولې راوستو له پاره هر ډول قربانۍ ته چمتو یو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام