د اروپايي ټولنې بشرحقونو جایزه (ساخاروف) تېره ورځ بندي شوي وبلاک لیکوال رایف بدوی ته ورکړل شوه.
دی د سعودی عربستان اوسېدونکی دی.
دغه وبلاک لیکوال ۳۱ کلونه عمر لري، نوموړی دریې کلونه مخکې په سعودي عربستان کې په مذهبي محدودیتونو باندې په نیوکه کولو بندي شو.
بدوي د سعودي عربستان لیبرال شبکې موسس دی، چې په ۲۰۱۲ کال کې ونیول شو.
نوموړی د لومړنۍ محکمې له خوا په ۷ کلونه، ۳ میاشتې او ۶۰۰ دورو په سزا محکوم شو، خو استیفاف محکمې ورته د ۱۰ کلونو او ۱۰۰۰ دورو په سزا محکوم کړ.
دغې جایزې ته دوه کسان نور هم غوره شوي وو.
یو یې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پخوانۍ لومړی مرستیال بوریس نیمتسوف و، چې پر ولسمشر د نیوکې کولو له امله دې جایزې ته غوره شوی و.
او بل کاندید یې د ونزویلا دیموکراتیک اپوزیسیون وو.
ویل کیږي، چې د دغه اپوزیسیون څو تنه غړي بندیان دي او ځېنې نور یې په کورنو کې نظر بند دي.
د ساخاروف جایزه له دې مخکې د میانمار سان سوشي او نیلسن مانډېلا ته ورکړل شوې وې.
دغه جایزه د اروپا ټولنې له خوا په ۱۹۸۸ز کال کې رامنځته شوه او هغو کسانو ته ورکول کیږي، چې خپل خدمتونه یې بشر حقونو ته ځانګړي وي.





