ویکټور هوګو یو انسان مداره او په نړۍ کې پېژندل شوی ليکوال

د فبرورۍ ۲۶ مه د نړۍ مشهور ليکوال، شاعر، ناول او تمثیل لیکونکي ويکټور هوګو د پېداېښت له ورځې سره برابريږي.

کابو ۲۱۳ کاله وړاندې یعنی په ۱۸۰۲م زيږدیز کال د فبرورۍ په ۲۶ مه نېټه د نړۍ مشهور شاعر، تمثیل او ناول ليکونکی ویکټور هوګو نړۍ ته سترګې پرانیستې.

زيات شمېر پېژندل شوي لیکوالان، ویکټور هوګو د نړۍ د رومانتیکي ادبیاتو مهم لیکوال ګڼي.

یو شمیر نور په دې باور دي، چې د شعر ویلو په برخه کې يې د فرانسې په ادبياتو کې ځانګړی ځای درلود، نو له همدې امله فرانسويانو ورته د " شعر د پلار " لقب ورکړی.

ویکټور هوګو د کورنۍ دریم غړی و، چې په فرانسه کې سترګې نړۍ ته پرانستلې.

د نوموړي مور( سوني تره بوشه) د سلطنت غوښتونکو او د ولتر په طریقه باندې د خپلواکۍ غوښتونکو متعصبه تلنلار پلوه وه .

ویکټور هوګو د کوچني والي له دوران څخه یې معاصر اثارو مطالعه کوله.

ده د کوچني والي څخه د شعر په ویلو پیل وکړ، چې د هوګو د شعرونو له ډلې څخه لوړ شعر (د ژوند په هره لحظه کې د مطالعې خوښي ) و.

همدغه شعر و، چې هوګو يې د فرانسې د شاعرانو تر حلقې ورساوه.

د فرانسې دغه نوموتي شاعر له ۲۰ کلنې وړاندې لومړنی لوړ داستان ولیکه.

په کال ۱۸۲۱م زيږديز کې د ( کوژپشت نو تر دام ) اثر له بینوایانو وروسته یو له لویو او مشهورو اثارو څخه ګڼل کيږي.

هوګو په ۱۸۲۷م زيږديز کال کې ( درام کرمول) اثر یي ولیکه.

هوګو ته په کال ۱۸۴۵م  زيږديز کې د شاه له لوري سنا مجلس ته بلنه ورکړل شوه او دده پر بلنې ډیری اعتراضونه هم وشول، چې شاوخوا درې میاشتې يې دوام وکړ.

دغو اعتراضونو پایله دا شوه، چې بېرته هوګو د سنا مجلس څخه ګوښه شي.

د ۱۸۴۸م زيږديز کال کې له انقلاب سره سم د هوګو په کیسه لیکلو کې ژور بدلون راغی او نوموړی په سیاسي بهیرونو د یو فعال شخص په توګه و پېژندل شو.

د همغه کال د ډسمبر په میاشت کې يې د همغه وخت ولسمشرۍ ټاکنو  ته نوماند لوی ناپېلون څخه ملاتړ وکړ.

۱۸۵۱م زيږديز کال له کودتا څخه وروسته بروکسیل ته وتښتید او زیات وخت لپاره تبعید شو، چې هلته يې لوی اثار هم ولیکل

نوموړي د عمر په پای کې په زړه پورې کتاب ( د نیکه کېدلو هنر) په نوم ولیکه.

ویکټور هوګو په ۱۸۸۵م زيږديز کال کې د می په میاشت کې د یوې اوږدې ناروغۍ له امله له دې نړۍ سترګې پټې کړې، خو د اثارو او شعرونو په میراث پرېښودو سره یې نوم لاهم ژوندی دی

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام