
ولسمشر محمد اشرف غني نن (دوشنبه می ۳۰مه) په هغه غونډه کې چې د کابل ښار دارالامان ماڼۍ په دننه کې جوړه شوې وه وویل، د دارالامان ماڼۍ بیارغونه د ملت غوښتنه ده او زیاته یې کړه، چې په ځانکړو مراسمو کې به لوړپوړي دولتي میلمانه دلته غونډه کوي.
په دې غونډه کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرایوي رییس عبدالله عبدالله، د ملي شورا یو شمېر استازو او دولتي چارواکو ګډون کړی وو او رسماً یې نن د جوړولو چارې پيل شوې.

غني وویل، چې د دارالامان ودانۍ تر څنګ به یو موزیم هم جوړ کړي، چې د افغانستان د ټولو سیمو د خلکو استازیتوب وکړي.
ولسمشر غني زیاته کړه، چې د دارالامان ماڼۍ بیارغونې لګښت د دولت له بودیجې ورکول کېږي.
د افغانستان ولسمشر وویل، هیله مند دی، چې ټول هېوادوال دې د دارالامان ماڼۍ بیارغونه یو ښه اقدام وګني او دا پروژه یوازې د ماڼۍ جوړونې پروژه نه، بلکې د یو اساسي ښار جوړول دي، چې د دولتي ادارو، سوداګرۍ او مسلکي خدمتونو ترڅنګ د ولس ژوند هم په کې عیار شي.
په همدې حال کې د ښارجوړونې وزیر سید سعادت منصور نادري غوڼده کې وویل، چې د دې ماڼۍ د بیا رغولو چارې مشري ستر ودانیز مهندسان په غاړه لري او په ښه کېفیت سره به يي سرته ورسوي.

نادري زیاته کړه، چې د دارالامان ماڼۍ د لګښت پیسې له ملي بودیجې منظورې شوي دي.
نادري زیاتوي، چې اوسمهال ورته ۱۶،۵ میلیونه ډالر ځانکړي شوي دي، چې د نور لګښت له پاره به بیا هم پیسې ورته ځانګړې شي. د ښار جوړونې وزیر وویل، چې د دارالامان ماڼۍ چارې به له څلورو تر پنځو کلونو پورې بشپړې شي.

د دارالامان ماڼۍ د شاه غازي امان الله خان د واکمنۍ پر مهال د کابل په لوېدیځ سیمه کې د جرمني انجینیرانو له لوري د شپږو کلونو په موده کې جوړه شوه.
دغه ښایسته او تاریخي ماڼۍ په افغانستان کې د کورنیو جګړو په ترڅ کې کنډواله شوه.





