یوې مېرمنې د بامیانو ښار یوې سمڅه کې د پوهنې مرکز جوړ کړی

د بامیانو بودا شمال لور ته په یو کیلومترۍ کې د غره په یوه سمڅه (مغاره) کې «د ښوونځي له زده‌کړو مخکې وړکتون» تر سرلیک لاندې یو وړکتون جوړ شوی دی او ۲۵ تنه زده‌کوونکي لري. د دې وړکتون ښوونکې د نجونو یو ښوونځي وروستي کال زده‌کوونکې ده.

دغه ښوونکې فرشته احمدي نومېږي. نوموړې سلام‌وطندار سره په مرکه کې وویل، شپږکاله کېږي چې دغه وړکتون یې جوړ کړی دی او اوسمهال په کې ۱۸ نجونې او ۷ هلکان په وړکتون کې د فارسي، انګلیسي، ریاضي او قرانکریم زده‌کړې کوي.

د فرشتې کورنۍ هم په دغه سمڅه (مغاره) کې ژوند کوي او د کور حجرې په خونه کې یې دغه وړکتون جوړ کړی دی.

فرشته احمدي په دې ځای کې د څښاک پاکو اوبه له نه‌شتوالي شکایت کوي او له ځايي حکومته غواړي په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي.

د دغه وړکتون د زده‌کوونکیو پلرونه او ځايي خلک وايي، سره له دې چې د وړکتون امکانات کم دي خو له چارې یې خوشاله دي او له ځايي حکومته غواړي د ښوونې او روزنې له دې مرکز سره مرسته وکړي.

«د ښوونځي له زده‌کړو مخکې وړکتون» یو کتابتون هم لري او دې کتابتون کې ۳۰۰ ټوکه د دیني زده‌کړو، ماشومانو او انګلیسي ژبې کتابونه موجود دي. د دې کتابتون زیاتره کتابونه اغلې فرشتې په شخصي لګښت اخیستي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام