
د یونسکو دفتر یا د ملګروملتونو د ښوونیز، علمي او کلتوري نړیوال سازمان چارواکي وايي، د غور جام څلي په اړه یې څېړنې بشپړې شوي او د بیارغونې چارې به یې لنډ وخت کې پیل کړي.
د غور جام څلی د غوریانو واکمنۍ پرمهال دولسمه میلادي پېړۍ کې جوړ شوی چې له ځانګړي کلتوري ارزښته برخمن دی؛ د دغه څلي ځینې برخې له څو لسیزو کورنیو جګړو او د لرغونو او کلتوري اثارو له غلاوو وروسته لهمنځه تللي او خپل اصلي حالت یې له لاسه ورکړی دی.
د طالبانو رژیم له نړېدو وروسته د لرغونو اثارو بیارغولو او خوندي ساتلو ته د کورنیو او بهرنیو بنسټونو پام زیات شو او د غور جام څلي کې هم څه ناڅه د بیارغونې چارې عملي شوې.
خو داسې ښکاري چې لاهم دغه څلی د لهمنځه تلو ګواښ سره مخ دی.
د یونسکو دفتر یا د ملګروملتونو د ښوونیز، علمي او کلتوري نړیوال سازمان چارواکي وايي، ګڼ شمېر عوامل د دغه څلي د لهمنځه تلو لامل شوي؛ دوی به په لنډ وخت کې د غور جام څلي بیا رغنیزې چارې پیل کړي.

یونسکو کې د اقتصاد او کلتور لهپاره د افغانستان د ملي پروګرام مشره سارا نصرتي سلاموطندار ته وايي، سره له دې چې بهرنیو متخصصینو د دغه څلي بیارغولو کې ونډې اخیستو ته چمتوالی ښوولی، خو هغوی د افغانستان پوهنتونونو په ځانګړې توګه د هرات پوهنتون په همکارۍ د دغه څلي د بیارغولو او نوي کولو چارې پیلوي.
د مېرمن نصرتي په وینا، د جام څلی له دې وړاندې د هېڅ کوم کس او کوم بنسټ له لوري نه دی رغول شوی، خو د جام او هریرود سیندونو د سېلابونو له ګواښه د خونديتوب لهپاره، یوازې استنادي دېوالونه یې جوړ شوي دي.
مېرمن نصرتي زیاتوي، د جام څلي خوا او شا کې غیرقانوني کېندنې او څلي ته نژدې د هریرود او جام سیندونه له نورو دلایلو دي، چې لامل شوي دغه څلی خپل اصلي بڼه له لاسه ورکړي.
اغلې نصرتي وویل، دا وخت د جام څلی له جدي ګواښ سره نه دی مخ، خو د څلي ښکلا لهمنځه تلونکې ده، له دې کبله هغوی د څلي د پلو او د چت خوندي ساتلو او بیاجوړولو لهپاره چمتووالی نیسي.

یونسکو کې د اقتصاد او کلتور لهپاره د افغانستان د ملي پروګرام مشره سارا نصرتي همدارنګه وايي، تراوسه پورې د جام څلي د نوي کولو او بیاجوړولو لګښت نه دی مشخص شوی، خو د افغان حکومت له لوري ورکول کېږي.
بلخوا د غور ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس فخرالدین اریاپور وايي، د جام څلي اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ دی او د وخت په تېرېدو سره دغه څلی د باد او باران پر وړاندې خپل مقاومت له لاسه ورکوي.
د ښاغلي اریاپور په خبره، که چېرې د جام څلی هر څه ژر ونه رغول شي؛ تر راتلونکو پنځو کلونو پورې به په بشپړه توګه وران شي.
د جام څلي د جوړولو یو لامل پخوانیو زمانو کې کاروانونو ته لارښوونه کول وو.
د افغانستان د لرغونتوب لويه نښه او ثبوت په هېواد کې د څو زره کلنو لرغونو اثارو شتون دی، چې د سیمې په کچه یې سارې نه لیدل کېږي.





