د هرات ولایت ښاروالۍ تېره ورځ د دغه ولایت تیاتر ودانۍ ویجاړه کړه.
د دغه ولایت ښاروال فرهاد نیایش سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې د هرات ولایت د ښاري پروګرام له مخې د ښار اصلي واټ له پخوانۍ فرقې نه پیلیږي او د ګلونو تر څلور لارې پورې غځیږي.
ده وویل، د دغه پروګرام د نقشې له مخې د هرات تیاتر ودانۍ د ښاري پروګرام په اساس و نړېده.
ویل کیږي، چې د هرات تیاتر ودانۍ یوه برخه په ښاري واټ او بله برخه یې په سوداګریز مرکز بدلیږي.
د ښاروالۍ له خوا د تیاتر ودانۍ له ویجاړېدو وروسته د دغه ولایت هنرمندان په ویجاړې شوې ودانۍ کې راټول شول او د هنر مړینې له پاره یې په یو تمثیل کې اوښکې تويې کړې.
دوی نیوکه کوله، چې حکومت هنر او هنرمندانو ته پاملرنه نه کوي او د هرات تیاتر ۹۰ کلنې ودانۍ نړیدل به د دغه ولایت سینما هم له منځه یوسي.
د هرات ولایت د اطلاعاتو کلتور ریاست د تیاتر برخې مسول فریدون فکور وايي، چې د ښاروالۍ دغه کار یو "طالباني عمل او هنرمندانو کور" ورانېول وو.
دی وايي، چې طالبانو د هرات سینما او ښاروالۍ د تیاتر ودانۍ له منځه یوړه.
د هرات تیاتر مسول د ښار واټونو له لویولو ستاینه کوي او وايي، چې حکومت باید د تیاتر له پاره بدیله ودانۍ جوړه کړي.
د تیاتر لوبغاړي وايي، هنرمندان د هېواد د کلتور ساتندویان دي او د سینما او تیاتر په له منځه وړلو سره کلتور مري.
دوی له حکومت نه غواړي، چې د تیاتر له پاره ودانۍ جوړه کړي.
خو له بل لوري د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولین وايي، چې دوی د تیاتر ودانۍ د جوړولو له پاره بودیجه نه لري.
د دغه ولایت د اطلاعاتو کلتور رییس اریا روفیان وايي، چې د تیاتر دغې ودانۍ له یوې پېړۍ زیاته لروغنتیا لرله او ورانول یې لویه ضایعه وه.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې هم حکومت د بهارستان سینما ودانۍ هم نړولې وه.





