د کندوز تاریخي ځایونه د غصب او ورکېدو له ګواښ سره مخ دي

که څه هم کندوز د هېواد یو لرغونی او تاریخي ولایت دی چې په بېلابېلو وختونو کې ورته عباس‌کا، کهندژ او کندوز نومونه کارول شوي چې تر ۱۹ پورې لرغوني ـ تاریخي ځایونه لري چې د ځینو قدامت تر زرو کلونو پورې رسېږي.

اوس د کندوز یوشمېر اوسېدونکي او فرهنګیان د یادو تاریخي ځایونو غصب او له منځه تلو اندېښمن کړي او وايي چې د دغو ځایونو په وسیله د یوه هېواد تاریخي قدامت او پېژندګلوي څرګندېږي او حکومت یې باید بیارغولو ته جدي پام وکړي.

د کندوز اوسېدونکي حاجي ضیاالحق او بشیر وايي، دغه ولایت لسګونه تاریخي ځایونه لري او حکومت له تېرو نږدې درې لسیزو راهیسې ورته پام کړی نه‌دی او همدا لامل دی چې ځینې یې غصب شوي او په پوځي اډو بدل شوي او ځینې نور یې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.

په همدې حال کې د کندوز د اطلاعاتو او کلتور ریاست سرپرست فدامحمد ارزښت وايي، د دغه ولایت تر بالاحصار پرته چې ۴ زره کاله لرغونتوب لري، پاتې تاریخي ځایونه له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره ثبت شوي نه‌دي.

نوموړی هم مني چې د کندوز تاریخي ځایونه غصب شوي او ځینې یې هم د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.

بله‌خوا د کندوز د والي ویاند عصمت‌الله مرادي وايي، اطلاعاتو او کلتور وزارت یې یو رسمي مکتوب لېږلی چې په‌کې د کندوز تاریخي ځایونو د بیارغولو له‌پاره ترې د ځانګړې بودیجې غوښتنه شوې ده.

د نوموړي په وینا، هغه تاریخي ځایونه به هم د خلکو له لوري غصب شوي، د هغوی له منګولو وژغوري.

روضه او د امام‌ صاحب جومات چې پخوانی نوم یې «ارهنګ یا په سینه کې خاوره» دی، د کندوز ولایت مهم تاریخي ځایونه دي.

دغه راز د حضرت امام زیارت د تیموریانو په دوره کې د سلطان‌حسین بایقرا سلطنت پرمهال جوړ شوی چې څه باندې ۷ سوه کاله لرغونتیا لري او د کندوز او یوشمېر نورو ولایتونو زرګونه اوسېدونکي یې هر کال لیدو ته ورځي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام