د سقراط د شخصيت يوه اجمالي خاكه

سقراط د يونان يو عظيم او نوموړي شخصيت و. د نوموړي د شخصيت، پوهې، فضل و كمال انګازې پرته له کوم شک او شبهې، د دنيا تر ګوټ ګوټ پورې رسېدلي دي.

 سقراط د لرغوني يونان په يو جمهوري ښاري رياست (City state) ايتهنز كې په ۴۶۹ مخزېږديز كې سترګي غړولې دي.

 سقراط د يو غريب سنګ تراش زوی و، هغه ځکه د يونان ویاړ بلل کېږي، چې د يونان يو داسې حقيقي او تاريخي كردار دى، چې نن هم د دنيا د ډېر شمېر لوستو خلکو په زړونو باندې حكمراني كوي. ويل كيږي، چې سقراط  بېخي دانا، شريف، مهذيب او يو غير جانبدار شخصيت و. د عقل او ضمير كلكك پلوى و. په دانايۍ باندې د لېونتوب تر حده مين و، ځكه ويل كيږي، چې دانايي د سقراط ليلا وه، هغه یواځې يو پوه انسان نه و، بلكې هغه د علم يوه مدرسه وه. هغه د عقل او شعور يو نا تمام دفتر و. د يونان په ټولو فلسوفانو كې د هغه خپل يو ځانكړى مقام و او د يادونې وړ خبره خو دا ده، چې سقراط د يونان د ستر فلسفي انسان (افلاطون) استاد و. 

 د ځوانۍ په لومړیو کې یې بت تراشي کوله، خو دې كار ته يې ځكه تر ډېره دوام ور نه كړ، چې سقراط خداى د يو لوی كار له پاره پيدا كړى و. د درس او تعليم له حاصلولو وروسته یې د عسكرۍ دنده واخیستله او تر څه مودې پورې یې د يو پوځي عسكر په توګه پاتې شو او په دوو جنګونو كې يې برخه واخيستله. تاريخ د دې شاهد دی، چې هغه يو زړور او ذمه وار پوځي عسكر و، ځكه يې د خپل عسكري مهم كردار په سوب د خپل حكومت له خوا د عسكرۍ امتيازي جایزې هم تر لاسه كړې.

 له مطالعې سره یې ډېره مينه لرله، مطالعه او مراقبه د هغه دوې اهمې بوختیاوې وې. د زده کړو له بشپړولو نه وروسته یې له يوې پېغلې سره واده وكړ، چې زان تپيد نومېدله، خو له دې سره – سره په يوه ښكلي هلك هم مين ؤ، چې الكيبازر نومېد. 

د سقراط اصلي فلسفه دا وه، چې د بنيادم د روح يا باطن تربيه په اصل كښې بنيادي او اساسي كار دى. د باطن پاكي د هغه لپاره د زيات ارزښت وړ وه. د انسان او د خداى رشته، د روح تربيه او د ذات پېژندنه د هغه د فلسفې خاص موضوعات وو.

سقراط د فضلیت اساسات پوهه وګڼله او په همدې ډول به یې له خلکو سره په عمومي توګه خبرې او بحثونه کول سوالونه مطرح کول، لکه:

۱. فضليت څه ته وایي؟

۲. د معرفت اصل حقيقت څه دى؟

۳.عدالت څه مانا او مفهوم لري؟

۴. د حسن او جمال حقيقت شننه څنګه کوئ؟

تر ټولو د حیرانتیا او فکر وړ خبره دا ده، چې نن هم د ډېلفي د عبادت ځای د دروازې پر دېوال د سقراط دا قول لیکل شوی "خپل ذات وپېژنئ"

د انسان د دننه، د ذات تر روحاني ځواک، تر روحانيت او د روح تر حقيقت رسایي، د هغه اصل موخې وې. د انسان شتوالی یې د کایناتو د خالق معجزه ګڼله، هغه به خلکو ته ویل:

" تاسي ښه واورئ او پوهه شئ، چې ما ته الله حكم راكړى دى، چې زه دا كار تر پایه ورسوم او زه د همدغه حكم تعميل كوم. زه چې هر چېرته ځم؛ هلته دغه پيغام رسوم، چې انسانانو! د خپلو جسمونو د صفايئ، د روحونو د تطهير، د نفس د تزكيې او د باطن د پاكوالي خوا ته پاملرنه وکړئ."

هغه به دا اعتراف كولو، چې په خپله په هيڅ نه پوهيږي، ځكه هغه په ډېر څه، ډطر علم درلود. سقراط دا دعوه هم كوله چې يو غيبي اواز د هغه لارښوونه كوي. ځېنې پوهان دا ګمان كوي، چې دا امكان لري، چې سقراط هم د خداى يو نبى وي. د سقراط د تعليماتو اصل مقصد او هدف دا و، چې چا چې خپل نفس و پېژند؛ هغه خپل خداى و پېژند. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام