کندهار کې د مطالعې او کتاب‌پلورلو بازار سوړ شوی

دا وخت کندهار ښار کې څه باندې سل کتاب‌پلورځي شته؛ خو اوس دې ولایت کې د کتاب‌لوستو فرهنګ بې‌خونده شوی‌دی.

د چاپ له صنعت او لیکوالۍ د دولت نه ملاتړ، هېواد کې د مطالعې فرهنګ د پیکه‌والي مهم لامل شمېرل کېږي.

خو د کندهار ځېنې کتاب‌پلورونکي او لیکوال وايي، هېواد کې په ځانګړې توګه کندهار کې د انټرنټي بهیر غوړېدو د کتاب‌پلورلو او کتاب‌لوستو فرهنګ پیکه کړی‌دی.

د کندهار ښار کتاب پلورونکی فضل احمد او شریف‌الله وايي، اوس‌مهال یوازې تدریسي کتابونه ښه خرڅېږي او هغه یې هم محصلان او زده‌کوونکي اخلي پاتې ټول خلک په انټرنټ کې مطالعه کوي.

په ورته وخت کې د کندهار ښار اوسېدونکی محمدرفیع صدیقي او عبدالله کاکړ د انټرنټ او شینده ـ وانه مطالعې پرځای منظمه او کتابي مطالعه ګټوره بولي.

دوی وړاندیز کوي چې دولت باید په ټولنه کې د کتاب‌لوستو د ارزښت او فرهنګ د دودولو له‌پاره یو لړ عامه ذهنيت جوړ کړي او له لیکوالو او ژباړنانو مالي ملاتړ وکړي.

له‌دې سره د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د هنر او فرهنګ امریت سرپرست تازه‌ګل ریشا هم د کتاب او مطالعې سوړ بازار په اړه اندېښنې مني؛ خو وايي، هڅه کوي ځوانانو کې د مطالعې او کتاب‌لوستو فرهنګ دود کړي.

د کندهار د دارالمعلمین ښوونکی او لیکوال فضل‌محمد پنهان وايي، ځوانان باید د انټرنېټ‌کارولو ترڅنګ د کتاب‌لوستلو فرهنګ ته هم وخت ورکړي.

نږدې يوه لسيزه وړاندې په ټول هېواد کې د ګوتو په شمېر څو ټولنو پښتو کتابونه چاپول او دغه راز د کتاب پلورځيو شمېر هم ډېر محدود و؛ خو په وروستيو کې د هېواد په هر ولايت کې نه يوازې د خپرندويو ټولنو شمېر ډېر شوى، بلکې د کتاب پلورځيو شمېره هم پورته ختلې ده.

کتونکي وايي، اوس‌مهال په انټرنټي وېب‌پاڼو کې ګڼ کتابونه موندل کېږي چې په ټوله کې دا او نور عوامل سبب شوي چې د کتابونو پېر او پلور باندې اغېز وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام