
د افغانستان د معاصر پېر شاعر، قلموال او ورځپاڼه لیکوال اسدالله عفیف باختري د غويي میاشتې په ۸ د شپې په نمايي کې د بلخ ښار په ابوعلي سینا روغتون کې له فاني نړۍ سترګې پټې کړې.
عفیف باختري په ۱۳۴۱ لمریز کال کې په بلخ کې زېږېدلی و. د لېسې دورې زدهکړې یې په باختري ښوونځي او لوړې زدهکړې یې د کابل پوهنتون د کرنۍ په برخه کې کړې وې.
نوموړي په بلخ کې د سواد زدهکړې معلم، د بلخ د لیکوالو ټولنې او د ټول شمال د ټولنیزو او کلتوري چارو د اداري مامور په توګه کار کړی دی.
باختري له ۱۳۷۷ کال راهیسې د بلخ ولایت د سرې میاشتې د خپرونو په برخه کې فعالیت کولو.
دی په ۱۳۸۱ کال کې د "جهان نو" خپرونې مسوول مدیر او په ۱۳۸۹ کال کې د "الف تا یا" میاشتنۍ مسوول مدیر په توګه کار کړی دی.
"سنګ و ستاره"، "آوازهای خاکستری"، "من با زبان دریا"، "با یک پیاله چای چهطوری؟ عزیز من!" او "صد غزل" پنځه شعري ټولګې یې چاپ شوي دي.





