له کلونو وروسته نرخ د پسرلنۍ مشاعرې کوربه شو

د میدان وردګو نرخ ولسوالۍ له کلونو کلتوري ځنډ وروسته (چهار شنبې د اپریل په ۸ مه) د یوې مشاعرې کوربه و.

دغه مشاعره د ځوانانو ټولنې له لوري د پسرلنۍ مشاعرې تر سرلیک لاندې جوړه او شاوخوا سلو تنو په کې ګدون کړی و.

په مشاعره د نرخ ولسوالۍ په مقام کې جوړه شوې وه، د ځایي چارواکو سر بېره ګڼ شمیر ځوانانو او قومي مخور ګډون درلود.

په دې مشاعره کې د شاعرانو له لوري د سولې، امن، ملي یووالي، مڼو او نور بېلا بېلو موضوعاتو په اړه خپل لیکلي شعرونه ګډون والو ته واورول.

د نرخ ولسوال محمد حنیف حنیفي، شاعران د ټولنې مهم کسان یاد کړل او زیاته یې کړه، چې شاعران دې د نیوکې او ستاینې ترڅنګ، د جګړې غندنه او د سولې ستاینه وکړي.

ولسوال د فکري رغونې په برخه کې د دغسو مشاعرو جوړول نیک ګام یاد کړه.

له بله لوري د یادې ولسوالۍ څو تنو مشرانو د نرخ په لسوالۍ کې له کلونو ځنډ وروسته د دغو مشاعرو په جوړولو خوښې ښکاره کړه او زیاته یې کړه راتلونکي مشاعره به په یوه کلیواله سیمه کې جوړيږي.

د مشاعرې په پای کې د ولسوالۍ مقام له لوري شاعرانو ته یو لړ چمتو شوې ډلې ورکړل شوې.

څو ورځې وړاندې له دې په چک ولسوالۍ کې هم له کلونو کلتوري ځنډ وروسته د سلګونو کسانو په ګډون یو مشاعره جوړه شوې وه.

ټاکل شوې ده چې د ورګودو په سید آباد ولسوالۍ کې به هم دې ورته مشاعر جوړه شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام