.jpg)
د اسکار جایز له پاره ۸۵ دغیرانګلیسي ژبې فلمونه منل شوي، چې د افغانستان په ګډون درې نور هېوادونه له سیالۍ پاتې شوي دي.
د اسکار له پاره په دې سیالو کې د ارمنستان له هېواده د "زلزلې" او د تونس هېواد "کله مې چې سترې ګې خلاصي" په نوم فلمونه معرفي شوي دي.
تر اوسه د دغه شمېر حذف شویو فلمونو لامل معلوم نه دی، یوازې ویل شوي، چې دغه فلمونه د اکاډومۍ له خوا واجد شرایط نه دي پېژندل شوي.
د افغانستان له اړخه د نوید محمودي په کارکړنې د "تګ" په نوم فلم معرفي شوی دی. برادران محمودي د اسکار په ۷۷یم پېر مراسمو کې د "چند متر مکعب عشق" فلم ور پېژندل شوی و، چې سږ کال بیا په دې سیالیو کې ګډون ورنه کړل شو.
.jpg)
دغه فلم د افغانستان او ایران ګډ محصول و، چې په ۹۴ او ۹۵ کلونو کې تولید شوی دی.
د اسکار له پاره د منل شوي فلمونو د نوملړ له مخې د دوو وروستیو مرحلو له پاره به ۶ فلمونه معرفي شي.
د اسکار له پاره کاندید شوي فلمونه د اسکار غړو څو سوو کسانو له خوا لیدل کېږي او بیا په څوو ډلو وېشل کېږي، چې له دوو میاشتو وروسته د ډسمبر په نیمايي کې هر فلم ته له ۶ تر ۱۰ پورې نمرې ورکوي. له دې ډلې ۶ هغه فلمونه چې له شپږو زیاتې نومرې وګټي وروستۍ مرحلې ته ورپېژندل کېږي.
د اسکار ۲۰ کسیزې کمېټې له خوا درې فلمونه له دغو ۶ نورو فلمونه سره یوزای کېږي او وروستی نوملړ بیا په جنوري میاشت کې اعلانېږي.





