له نېمې پېړۍ زیات وخت مخکې را دود شوې دودیزه د نارنج ګل مشاعره د اپرېل په لومړۍ نېټه په ننګرهار ولایت کې ترسره شوه.
د نارنج ګل مشاعره هر کال په ننګرهار ولایت کې د پسرلي په لومړيو ورځو کې لمانځل کيږي او له لرې لرې څخه ورته شاعران او مینوال د ګډون له پاره راځي.
سږ کال هم په دغه مشاعره کې د ننګرهاري شاعرانو سربېره له نورو ولایتونو هم شاعران راغلي و.
په دغه پسرلنۍ مشاعره کې د نارينه شاعرانو ترڅنګ مېرمنو شاعرانو هم خپل شعرونه ګډونوالو ته واورول.
مشاعره د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا جوړه شوې وه او دننګرهار ولایت د کرزي په تالار کې له سهار ۹ بجو تر غرمې ناوخته وغزېدله.
د نارنج ګل د مشاعرې په څېر په نورو ولایتونو کې هم ورته مشاعرې پېل شوي چې دخوست چنار، د زابل د بادام ګل، د مېدان وردګو د مڼې ګل، په شمالي ولایتونو کې د ریدي ګل، په کندهار کې د انارګل او د کونړ سېند هغه یې ډيرې مشهوري دي.





