په کابل کې د امیر علي شېر نوايي د ۵۷۵ مې، کالیزې نړیوال سمپوزیم جوړ شو

دې څلور ورځنی سمپوزیم ته د افغان لوړ پوړیو چاروکیو په ګډون، د هند، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکیې هېوادونو میلمانه راغلي وو.

امیر علي شېر نوايي، د تیموریانو او سطان حسین بایقراء د پاچاهۍ پر وخت یو فرهنګي، شاعر، لیکوال، سیاستوال او عالم شخصیت و، چې په ۸۴۴ هـ ق کال په هرات ولایت کې وزېږېد او د ۶۲ کلونو په عمر په همدې ولایت کې ومړ.

شاعر نوايي په فارسي او ترکي ژبو لیکوالي کوله، چې په دواړو ژبو ترې ۳۷۰ چاپي اثار په میراث پاتې دي، خو ځېنې څېړونکي وايي، چې د نوموړي اثار پښتو او عربي ژبو ته هم ژباړل شوي دي.

جوړو شویو مراسمو ته ولسمشر محمد اشرف غني خوښي څرګنده کړه، ویې ویل، خوښ دی، چې د سیمې د یو لوی لیکوال او شاعر قدردانی کېږي او په دې غونډه کې ګډون کوي.

ولسمشرغني زیاته کړه، لکه څنګه چې د فردوسي، بېدل، جامي او نورو دري ژبو شاعرانو په نامه مډالونه شته؛ وروسته له دې به د علي شېر نوايي په نامه هم مډال موجود وي.

د ده پر وینا، نوايي یوازې یو شاعر نه و، بلکې یو ښه مدبر وزیر او د فرهنګونو ملاتړی هم و.

ولسمشر غني زیاته کړه، نوايي لکه د پښتو د ستر نابغه خوشال خان خټک په څېر په ازبکي اوترکي ادب کې ځای لري.

د ده پر وینا، امیر علي شېر نوايي هغه فرهنګپال و، چې د هرات او پخواني افغانستان په هره برخه کې یې ژوند کړی او ګرځېدلی انسان و.

افغان ولسمشر دا هم وویل، چې په افغانستان کې ترکي او ازبکي د پښتو او دري په څېر مهمې ژبې دي، خو اندېښنه یې څرګنده کړه، چې په دې وروستیو کې ازبکي ادبیاتو د نورو هغو په څېرو خپل ځای نه دی پیدا کړی.

ولسمشر غني ټينګار وکړ، چې له دې وروسته به ازبکي ادبیاتو ته پاملرنه ډېره کړي او له پامه به ونه غورځول شي.

دغه راز، جوړې شوې غونډه کې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم مننه وکړه، چې د لومړي ځل له پاره په ارګ کې د ازبکي او ترکي ژبو د ادبیاتو د یوې پخواني فرهنګي څټې «امیر علي شېر نوايي» د نمانځنې په پلمه غونډه جوړه شوه.

جنرال دوستم دا هم وویل، چې د سیمې ترکان د افغان دولت ملاتړي دي.

د دغه نړیوال څلور ورځني سمپوزیم دری ورځې به په کابل او یوه ورځ به په هرات ولایت کې دوام وکړي.

په دې څلور ورځني سمپوزیم کې به د نوايي په اړه ۳۶ لیکل شویو مقالې واورول شي او ترڅنګ به د ده پر لسګونو فرهنګي فعالیتونو بحثونه وشي.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام